د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې ۱۸ کسان په ډزو ووژل شول

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41364

د بلخ سیمه ایزو چارواکو ویلی چې د سیمه ایزو پولیسو یوتن قوماندان او اولس ملکیان د یاد ولایت په شولګره ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شول.
د شولګرې ولسوالۍ ولسوال سراج الدین سراج ددې پېښې په تایید سره ویلی چې دغه کسان د بزبای له سېمې څخه د راتګ پرمهال چې په یوه مېلمستون کې د ګډون په موخه تللی ول، وژل شوی دی.
د شولګرې ولسوالۍ اجرایی امر محمد ابراهیم دغه پېشه تایید کړی او ویلی چې تردې دمه د وژل شویو کسانو کره شمېر په لاس کې نشته.
د شولګرې ولسوال سراج الدین عابد ددغې پېښې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ بللی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41364

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *