د بلخ ولایت د سینما مشهور لوبغاړی قدوس فرهمند ووژل شو

  • خپرول: ۲۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 89015

د بلخ سیمه ییز چارواکی تائیدوی چې د محلی سینما لوبغاړی قدوس فرهمند د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
چارواکی زیاتوی، چې دغه پېښه تېره ورځ د بلخ ولایت د خلم ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې، او په ترڅ کې یې دوه نور کسان ټپیان هم شوی دی.
د خلم ولسوال تاج محمد رحیمی د پېښې پخلی کوی او وایی چې په موټر سایکل سپرو کسانو د جمعې پر ماسپښین د بلخ سینما محلی لوبغاړی قدوس فرهمند په ډزو وواژه.
ښاغلی رحیمی زیاته کړه، چې په دغه برید کې د ښاغلی فرهمند دوه ملګری هم ټپیان شوی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پېښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو راپورونه وایی چې ښاغلی فرهمند د وسله والو غلو له خوا وژل شوی دی.
بلخ د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتی وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89015

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *