د بشری حقونو کمیسیون: تېرکال کې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه ۱۹ سلنه لوړه شوې

  • خپرول: ۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114162

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د افغان ولسی مرګ ژوبلې په کلنی رپوټ کې ویلی، تېر لمریز کال جګړو او شخړو د څه باندې درې زرو افغانانو ژوند اخیستی او نژدې نهه زره نور ټپیان شوی دی.
دغه کمېسیون د چارشنبې په ورځ (اپریل ۲۳مه) وویل، په افغانستان کې د جګړو او شخړو په ډېرېدو سره د بشری حقونو د سرغړونو وېرې هم ډېرې شوې دی.
د دغه کمیسیون د موندنو پربنسټ، د وړم کال پرتله تېر کال د ولسی وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۹ سلنه ډېروالی راغلی.
دغه کمېسیون وایی، تېر کال د افغانستان په سوېلی ولایتونو کې ولسی وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشری حقونو کمېسیون په رپوټ کې راغلی، تېر کال په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې لږترلږه ۳۸۴۱ کسان وژل شوی او ټپیان شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114162

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *