د بریالیو خلکو ۷ عادتونه

  • خپرول: ۱۲ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: بېلابېل
  • د خبر شميره: 48005

ژباړه : مصدق اکرم اسحق زی
د میلیونر کېدو لپاره لازمه نه ده، چې د رسنیو بنسټګر واوسئ لکه : فیسبوک یا د یوې لاټېرۍ ګټوونکی واوسی.
دا چې په نړۍ کې میلیاردر کېدل د شتمنو نوی هدف دی، نو ملیونر کېدل د لاسته راوړلو لپاره کومه خبره نه ده.
ایا غواړئ چې میلیونر شئ؟ ډېره ساده، هغه کارونه وکړئ کوم چې شتمن خلک هغه کوی.
تاسې هېڅکله دغه اووه خصوصیات په میلیونرانو کې نه ګورئ خو مونږ یې درته وایوو دلته.
۱ـ د تلویزیونی پروګرامونو معتادان نه دی
میلیونران خپل وخت د تلویزیون په سریالونو په لېدو نه ضعایه کوی. هغوی د تلویزیون د لېدو پر ځای کتاب لولی. هغوی د ورځې ډېره وخت د مطالعې لپاره ورکوی . هغه کتابونه لولی کوم چې د شخصیت جوړېدنې پورې مریوط وی نه هغه کوم چې داستانونه یا کیسې لری .
شائد هغوی د تاج او تخت له لوبې خبر نه وی خو ددې ارزښت لری چې هغوی پوه شی.
۲ـ ځان له نورو نه لرې کوی
میلیونران د ټولنیزو اړیکو خوښونکی دی او تل ددې په لټه کې وی چې له نوی خلکو سره وګوی او له هغوی سره ملاقات وکړی . دوی د خپل ټولنیز رسنیو ته پراخوالی بښی ، ځکه پوهېږی دوی چې په ځېنې مواردو کې کلیدی او بریالی دی..
۳ ـ خپل انتخابونه نه ردوی
بریالی خلک عادت لری چې د خپل غریزې او دننې حس پر اساس عمل وکړی او له حده ډېر خپل انتخابونو ته فکر نه کوی . دا په دې معنا نه ده چې هفوی د خپلو کارونو نتیجې ته نظر نه کوی، ځکه دوی په ډېر فکر سره دا کار کوی. په دغه صورت کې دوی دومره مسایل نه تجزیه او تحلیلوی چې ددې باعث شی چې په کارونو کې یې خنډوالی رامنځته شی.
وروسته له دې چې دوی خپل ټاکلی اهداف وټاکی د عمل ډکر ته دانګی ، نور نو خپل شاته نه ګوری.
۴ـ هېڅکله بې له مبارزې نه تسلیمېږی
میلیونران د ورکوټی مشکل په لېدو سره سپین بېرغ نه اوچتوی . دوی د ماتې او ستونزې پر وړاندنې مقاومت کوی . ډېر بریالی خلک د کورنۍ، خپلوانو او ملګرو تر نامه لاندې وېرول کېږی خو دوی تسلیمېږی. پوهان نتیجې ته رسېدلی چې عزم او اراده د لاسته راوړنو لپاره یواځینۍ لاره ده . بریالی خلک هېڅکه شاتک نه کوی.
۵ـ له ورزشه نه لاس په سر کېږی
شتمن خلک پوهېږی چې سهارنی منظم ورزش کولای شی چې د ورځنی کارونو کې خپل تاثیر واچوی او د ورځې د خوشحاله تېرېدو باعث ګرځی.
۶ ـ د ساعت زنګ نه بندو تر څو ډېر خوب وکړی
ډېریه بریالی میلیونران سهار وختی پاسېږی او سهار د انرژۍ څخه ډک پېلوی . دوی د هغه اشخاصو په څېر ندی کوم چې د خپل ساعت زنګ بندوی تر څو وکولای شی بېرته ویده کېدو پر لور ولاړ شی ، چې وروسته کار ته د رسېدو لپاره کور هم په ډېره تېزی سره خوشې کوی..
۷ـ هېڅکله خپل حوصېله له لاسه نه ورکوی بریالی خلک هېڅکله نه وایې چې حوصېله مو لاسه ورکړې ، ولې چې دوی کولای شی چې د بریا لپاره نوی کسبونه تجربه او پېدا کړی په خپل چاپېریال کې . دوی د خپل د ګوتو سره د لوبې پر ځای ه خلکو سره ملاقات کوی، په نوی صنفونو کې ګډون کوی ، کتاب لولی او د مهارتونو د غنی کېدو او د پوهې د لوړولو لپاره ترسره کوی.
غواړئ چې میلیونر شئ ؟ څوک چې میلیونران دی له هغوی زده کړئ او د هعوی په څېر عمل وکړئ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=48005

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *