د برښنا شرکت د پوروړیو کسانو نومونه افشا کړل

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117477

د برښنا شرکت د هغو کسانو او چارواکو نومونه چې حاضر نه دی د برښنا لګښت ورکړی، افشا کړی دی.
جهادی قوماندان قوماندان جان احمد د دوه میلیون ۳۰۹ زره افغانیو پور په لرلو سره د برښنا شرکت د پوروړیو کسانو په سرکې ځای لری.
په جرګه کې د کندهار د خلکو پخوانی استازی لالی حمید زی د یو میلیون او ۳۸۴ زره افغانیو پور په لرلو سره د برښنا شرکت د پوروړیو کسانو په دوهم ځای کې شتون لری.
د ننګرهار د خلکو پخوانی استازی حضرت علی هم د یو میلیون ۳۵۳ زره افغانی پور په لرلو سره په درېیم ځای کې شتون لری.
د مارشال محمد قسیم ورور او زوم هم حاضر نه دی خپل د برښنا لګښت ورکړی.
ددې نوملړ له مخې، د مارشال فهیم ورور د برښنا لګښت څه باندې ۲۴۹ زره افغانی بلل شوی خو د برښنا شرکت په وینا، دی ددې پیسو ورکولو ته حاضر نه دی.
محمد یعقوب د عبدالقهار زوی او د مارشال فهیم زوم هم څه باندې ۱۳۷ زره افغانی د برښنا له اړخه پوروړی دی.
نوموړی کسان تردې دمه ددې نوملړ د افشا کېدو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117477

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *