د برښنا ترټولو ستر تولیدونکی هېوادونه کوم دی؟

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 103648

د برښنا نړیوال ټولنې د یو راپور له مخې، د نړۍ د برښنا تولید کچه په ساعت کې څلور میګاواټو ته رسېدلې چې دا کچه په ټوله نړۍ کې د څلور میلیارډ ګلخانه ای ګازونو د خپرېدو خنډ شوې ده.

فعالې زېرمې

اوس مهال د نړۍ ۲۶.۵ سلنه برښنا د ډېرېدو وړ انرژیو له لارې ترلاسه کېږی چې په دې ډله کې ۱۶.۴ سلنه یې د اوبیزو برښنایی زېرمو، ۵.۶ سلنه یې بادی برښنایی زېرمو، ۱.۹ سلنه یې لمریزې برښنا زېرمو او ۰.۴ سلنه یې د ډېرېدو وړ نورو برښنایی زېرمو پورې تړاو لری.

غوره هېوادونه

ددې ټولنې د راپور له مخې چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی، اوس مهال د چین هېواد په نړۍ کې د برښنا ترټولو لوړې زېرمې ځان ته ځانګړې کړی، لکه څرنګه چې ددې هېواد د اوبیزو برښنایی زېرمو کچه څه باندې ۳۴۱ زره میګاواټو ته رسېدلې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103648

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




60 − 55 =