د بروکسل په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کېږی

  • خپرول: ۸ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23174

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او متحدینو د دفاع وزیرانو یو ورځنۍ غونډه نن د بلجیم پایتخت بروکسل کې پیلېږی، چې په کې به د افغانستان په اړه خبرې وشی.
په دغه غونډه کې د ملی دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامی هم ګډون کوی.
د ملی دفاع وزارت وایی، افغانستان به په دې غونډه کې پر دې ټینګار وکړی، چې پر پاکستان فشارونه زیات شی.
د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ پرون خبریالانو ته وویل، هیله ‌من دی، چې په دغه غونډه کې به وکولای شی په افغانستان کې د اړتیا وړ نورو سرتېرو مشخص شمېر اعلان کړی.
نوموړی زیاته کړه، چې پوځی قوماندانانو افغانستان ته د څو زره نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.
د ناټو عمومی منشی په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمېر په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ادارې نوې ستراتېژی د بشپړېدو په حال کې ده.
د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماټیس ته، چې د بروکسل د غونډې یو ګډونوال دی، سپینې ماڼۍ د دې صلاحیت ورکړی، چې افغانستان ته د استول کېدونکو امریکایی سرتېرو په اړه په خپله پرېکړه وکړی.

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23174

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




7 + 1 =