د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان د طالبانو لاسته ولوېد

  • خپرول: ۲۶ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 127772

طالبانو د بدخشان ولایت په «کران و منجان» ولسوالۍ کې واقع د لاجوردو تر ټولو ستر کان په خپل واک کې اخستی.
هشت صبح ورځپاڼه د بدخشان ولایت د والی د ویاند «نیک محمد نظری» له قوله لیکی، طالبانو د تېرې دوشنبې په شپه د یادې ولسوالۍ په کران و منجان کان باندې حمله وروړه چې په پایله کې یې د کان د امنیت لپاره ټاکل شوی شل تنه سرتېری ژوندی ونیول او کان یې په خپل واک کې واخست».۴
نظری زیاتوی « طالبانو یاد کان د قدیر په نامه د یو تن غیر مسئول قوماندان په مرسته نیولی خو محلی اداره هڅه کوی یاده سیمه له طالبانو بیرته ونیسی».
د نظری په خبره، د کران و منجان د کان چارې له تېرو دوو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې وې او استخراج نه ترې کېده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127772

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *