د بامیان پوهنتون د لیلیې د دوه ودانیو د جوړولو په موخه د هندوستان مالی مرسته

  • خپرول: ۲۴ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 88970

اطلس خبری سرچینه: هندوستان د بامیان پوهنتون لپاره د لیلیې دوه ودانیو د جوړولو په موخه له یاد ولایت سره مرسته کړې ده.
د هندوستان سفیر تېره ورځ بامیانو ته سفر وکړ او دبامیان پوهنتون د هلکانو لیلیې د دوه بلاکونو بنست ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
په همدې حال کې د افغانستان اقتصاد وزیر په دې مراسمو کې وویل چې په بامیان ولایت کې د هند ټولټالې مرستې ۱۷ پروژې رانغاړی چې د اوه پروژو کار بشپړ شوی، اته پروژې یې تر کار لاندې دی او دوه نورې پروژې د تدارکاتو په پړاو کې شتون لری.
ټاکل شوې د بامیان پوهنتون د لیلیې ودانۍ دا دوه بلاکونه د ۵۹ میلیون او ۳۷۶ زره او ۱۲۵ افغانیو په ارزښت د هند په مالی مرسته جوړ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88970

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *