د باربرۍ ټولنې د چارواکو د ناسم چلند له امله کاری اعتصاب کړی

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 105844

د لویو ترانسپورتی شرکتونو مالکانو د حکومت له خوا د لوړ فساد له امله کاری اعتصاب پیل کړی او خبرداری ورکوی، تر هغو چې یې ستونزې نه وی حل شوې، کار بندیز به روان ساتی.
د دغو شرکتونو اتحادیه وایی، د حکومت مختلفې ادارې په یوه او بل نوم ترې پیسې شکوی، او یوه لویه مافیا تری جوړه شوی ده.
د اتحادیې د غړیو په وینا، د ترانسپورټ وزارت، د ترافیکو ریاست، د مالیې وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ټولګټو چارو وزارت په مختلفو ځایونو کې په بیلابیلو پلمو خپلې پیسې تری اخلی او د دې غم نه دی ورسره چې آیا موتروان او مالک هم دومره ګټه لری او کنه.
دوی وایی، د لارې پر سر هره امنیتی پوسته له ۲ زرو نه تر۲۰ زرو افغانیو پوری پیسې ترې اخلی او که یې ور نکړی، مالونه هم ترې په زوره ښکته کوی.
موټروانان وایی، له کارونو یې زړه تور شوی، ځای پرځای ورته پولیس، ترانسپورټ او ښاروالی خپلې پرچې ورکوی، چې دا چاره مستقیما په بازارونو کې د توکو پر نرخونو اغیز لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105844

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




34 + = 42