د بادغیس چارواکی: د ۱۵۰ سرتېرو د برمته کېدو په اړه راپورونه ناسم دی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 109041

د بادغیس چارواکی هغه راپورونه نه‌تأییدوی چې په‌کې ویل شوی، وسله‌والو طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ کې شااوخوا ١۵٠ سرتېری اسیران کړی دی.
امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز پرون د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړى چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د دغو کسانو نیول کېدل د سرتېرو تر ټولو لوى شمېر دى چې د جګړې پر مهال اسیران کېږی.
د ورځپاڼې په لیکنه دغه سرتېری چې ګاونډی هېواد ترکمنستان ته اوښتی وو، د هغه هېواد له‌خوا بېرته د افغانستان خاورې ته اخراج او بیا د طالبانو په لاس اسیران شول چې له دې سره په بالامرغاب کې د جګړې پر مهال د نیول شویو سرتېرو شمېر ١٩٠ ته ورسېد.
خو د بادغیس د والی ویاند وایی، د سلو په شااوخوا کې سرتېری تر جګړې وروسته له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره ترکمنستان ته اوښتی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109041

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *