د اېران په کرچ ولایت کې د یوې بار وړونکې الوتکې سقوط

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 99973

د ایرانی رسنیو د راپورونو له‌مخې نن سهار د کرج ښار په شااوخوا کې د ایران د پوځ اړوند یوې ۷۰۷ بوئینګ الوتکې سقوط کړی دی.
ایرانی چارواکو ارنا خبری اژانس ته ویلی چې دغه الوتکه نن دوشنبې سهار اته بجې او دېرش دقیقې د کرج ښار په صفادشت سیمه کې لوېدلې ده.
د مجتبی خالدی په نوم یوه ایرانی چارواکی دغه اژانس ته ویلی چې په دغې الوتکې ۱۶ تنه عمله لرل چې کېداشی ټول وژل شوی وی.
نوموړی ویلی چې تر دامهاله د اوو تنو جسدونه پیدا شوی دی.
دغه الوتکه د خلکو د هستوګنو په سیمه کې لوېدلې ده، خو ایرانی چارواکو ویلی چې تر دامهاله یې د خلکو له کورنو د مرګ ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99973

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *