د ایوډین لږوالی څومره زیان درته رسوی؟

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 44954

ډېرو هغو خوړو کې چې د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږی د ایوډین کچه ټیټه ده او دا د مېندوارو مېرمنو په بدن کې د ایوډین لږوالی سبب کېږی.د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

ډېرو هغو خوړو کې چې د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږی د ایوډین کچه ټیټه ده او دا د مېندوارو مېرمنو په بدن کې د ایوډین لږوالی سبب کېږی.

ایوډین د انسانی روغتیا لپاره ډېر مهم بلل کېږی، خو معمولاً یې خورا لږ خلک پر اهمیت پوهېږی. دا د تایرایډ هارمونز یوه برخه ده، چې زموږ میټابولیزم پیاوړی کوی. له ایوډین پرته موږ له سختو روغتیایی ستونزو سره لاس او ګرېوان کېدای شو.

بل لور ته یو حقیقت دا دی، چې ډېر په دې نه پوهېږی چې موږ څومره ایوډین ته اړتیا لرو او ایوډین له کومه زموږ بدن ته راځی.

د انځور حقوق
Getty Images

د برتانیا سرې پوهنتون کې د غذایی درملو پروفیسره مارګریټ رې مین وایی، ډېرو هغو خوړو کې چې د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږی د ایوډین کچه ټیټه ده او دا د مېندوارو مېرمنو په بدن کې د ایوډین لږوالی سبب کېږی.

موږ ایوډین ته څه اړتیا لرو؟

ایوډین د تهاراییډ هارمونونو یوه برخه ده، چې د میټابولیزم غښتلی کولو کې رول لری، دغه راز د دماغ ودې لپاره خورا مهم دی او په ځانګړی توګه د مور په رحم کې د شته ماشوم ودې لپاره ډېر مهم بلل کېږی.

د انځور حقوق
Getty Images

پروفیسر رې مین وایی، د نړۍ ډېرې هغه ناروغۍ چې درملنه یې شونې ده، د ایوډین لږوالی له کبله رامنځته کېږی. هغه وایی:

که مېنداورې مېرمنې کافی ایوډین و نه لری، کېدای شی ماشومان یې په زدکړه کې کمزوری شی، یا داسې هم کېدای شی چې د ماشومانو وجود کې یې تاراییډ هارمون لږ شی (دا په تاریخی توګه د عقل موروثی زوال چې د زېږد پر مهال د تهاراییډ لږوالی له کبله رامنځته کېږی) لامل بلل کېږی.

د خوړو خطرونه

ښایی زموږ نړۍ کې د ایوډین تر ټولو ښه سرچینه سپین کبان دی او له دې وروسته هګۍ راځی. د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو په مالګه کې ایوډین شامل کړی دی. د برتانیا په شمول یو شمېر هېوادونو کې خلک له شېدو او نورو لبنیاتو ایوډین تر لاسه کوی، خو دې سره هم د نړۍ ډېرو صنعتی هېوادونو کې د ایوډین نشتوالی یوه ستونزه ده، چې د ماهرینو په وینا لامل یې د ایوډین لرونکو خوړو لږوالی نه دی، بلکې سبب یې دا دی، چې خلک دغه ډول خواړه نه خوری.

پروفیسر رې مین په نویمه لسیزه کې له ډاکټرې ساره بات سره په شریکه لندن کې د ۱۴۰۰۰ مېندوارو مېرمنو طبی بېلګې معاینه کړې او ډاکټرې بات وایی دې پایلې ته رسېدلې، چې د هغو مېرمنو ماشومان چې میندې یې د ایوډین لږوالی سره مخامخ وی، تر اته کلنۍ پورې د خبرو کولو کې له ستونزو سره مخامخ وو، خو په نهه کلنۍ کې یې د سم لیک لوست وړتیا ډېره وه.

ایوډین له کومه راځی او موږ څومره ایوډین ته اړتیا لرو؟

د انځور حقوق
GETTY/EUGENETOMEEV

Image caption

لبنیات هم د ایوډین تر لاسه کولو یوه سرچینه ده

سمندرونه د ایوډین پیدا کولو تر ټولو لویه سرچینه ده، هغه خلک چې سمندورنو ته نژدې ژوند کوی، له بارانه وروسته د بوټیو او حیواناتو له لارې ایوډین تر لاسه کوی، خو د هغو سیمو اوسېدونکو لپاره د ایوډین تر لاسه کول یوه ستونزه وی، چې باران نه پرې اوری.

د غرنیو سیمو اوسېدونکی هم له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان کېږی، چې د افغانستان، پاکستان، مرکزی اسیا روسیې، ایټالیا او افریقا غرنیو سیمو اوسېدونکی هم په کې شامل دی. ماهرین وایی، یوه ښځه هره ورځ ۱۵۰ یو جی او یو نارینه هره ورځ ۳۰۰ یو جی ایوډین ته اړتیا لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44954

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *