د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان کریکټ ملی لوبډلې بریا

  • خپرول: ۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 105850

د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې نن پنجشنبه ایرلنډ ته په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۵ وېکټو ماتې ورکړه. ایرلنډ لومړۍ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه. د افغانستان د پاڼۍ پیل ښه نه و، خو په پای کې یې ټاکل شوی هدف په ۵ وېکټو په وروستی اور کې بشپړ کړ.
د افغانستان محمد نبی ۲ وېکټې واخیسې او ۴۹ منډې یې جوړې کړې، او په دې حساب د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دواړو هېوادونو تر منځ د درېیو شل اوریزو لوبو په لړۍ کې لومړۍ هغه یې نن د هند په دیرادون کې ترسره شوه.
د ایرلنډ کپتان پچه وګټله او د لومړۍ یې د توپ وهلو پریکړه وکړه. افغان کپتان اصغر افغان وویل ده په دوهمه برخه کې به پېچ لوند وی، ځکه دی په دې پرېکړه خوښ دی.
د افغانستان لوبډله کې ځینې بدلونونه تر سترګو کېدل، تر ټولو مهم یې د توپ وهونکی او وېکټ کیپر محمد شهزاد نه شتون و، چې افغانستان په دې دوره کې یوازې د ټسټ لوبو لپاره نیولی. په لوبه کې تېز توپ اچوونکی فرید ملک او شرف الدین شرف ته هم ځای ورکړل شوی و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105850

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *