د ایرلند لوبډلې په وړاندې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې بریا

  • خپرول: ۶ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 79678

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.
پچه ایرلنډ لوبډلې وګتله خو لوبه یې د افغانستان کرکټ ملی لوبډله پیل کړه چې په ۵۰ اور کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب د ۶۴ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.
ورپسې افغان لوبغاړی حشمت الله شهیدی ۵۴، رحمت شاه ۲۹، اصغر ستانکزی ۲۵، حضرت الله ځاځی ۱۴، احسان الله ۹، شفیق الله ۱۱، افتاب عالم ۱۱، محمد نبی ۱، راشد خان ۱، او مجیب الرحمن ۴ منډې جوړې کړې.
خو د ایرلنډ لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف پوره کړی او په ۴۸،۳ اوورو کې یې خپل ۱۰ لوبغاړی د ۱۹۸ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوری ځوان لوبغاړی راشد خان ۲، آفتاب عالم ۲، محمد نبی ۲، او مجیب الرحمن ۱ لوبغاړی له مخې پورته کړل.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملی لوبډله تر دې مخکې د شل اوریز لوبو اتلولی هم له ایرلنډ څخه ګټلې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=79678

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *