د ایران اسلامی انقلاب؛ نور محمد ترکی له خمینی څه تمه درلوده؟

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104479

افغانستان و انقلاب ایران

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د کابل کمونېست حکومت د ایران د انقلاب د امریکا ضد نظر له امله دې انقلاب ته هیله من و.

څلوېښت کاله مخکې چې ایران کې اسلامی انقلاب بریالی شو، افغانستان کې شوروی پلوی نوی حکومت یې ملاتړ وکړ، خو د انقلاب بنسټګر ایت الله خمینی دغه افغان حکومت ته چې کمونېست بلل کېده، روڼ تندی ونه ښود.

ګاونډی افغان ولس هم بې خبره نه و او له ایران یې چې مساپر ستنېدل د شاه د تللو او د خمینی د انقلاب کیسې یې ورته کولې او نړیوالو راډیوو یې هم خبرونه خپرول.

ایران کې تر انقلاب نهه میاشتې مخکې افغانستان کې هم د ثور پر اومه کودتا شوې وه چې پلویانو یې انقلاب باله او په دې وجه د افغانستان “انقلابی” حکومت د ایران انقلاب څاره.

بې خبره ورځپاڼې

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

ایران کې تر انقلاب ۹ میاشتې مخکې افغانستان کې خلکیانو کودتا کړې وه چې خپله یې انقلاب ورته ویل.

داسې ښکاری چې د افغانستان خلک ډیموکراټیک دولت تر ډېره نه غوښتل چې خلک ایران کې له پېښو ډېر خبر شی.

د هغه مهال ورځپاڼو ته کتنه دا نظر زیاتوی. د ایران تر پېښو د افریقا او کیوبا پېښو باندې ډېر خبرونه خپاره شوی دی.

د افغانستان لومړنۍ ملی ورځپاڼې انیس د ایران د انقلاب اوج کې یوازې له دې پېښې درې خبرونه درلودل.

Image caption

افغان ورځپاڼو د ایران انقلاب ته ډېر پام نه کاوه.

له دې یو خبر دی: “د ایران وسلوالو ځواکونو تهران پوهنتون ته نږدې په ډېرو مظاهره چیانو برید کړی چې له امله یې څلور کسان وژل شوی او نږدې شل ټبیان دی. د بی بی سی رپوټ وایی، د مظاهره چیانو شمېر زرګونو ته رسېد او مرګ پر شاه شعارونه یې ور کول”.

دا ورځپاڼه د دلوې په ۱۷ د تاس، رویټرز او فرانس پرېس له قوله لیکی:

“د شاپور بختیار د حکومت پرځېدو پسې د ایت الله خمینی پلویانو سیاسی واک ترلاسه کړی او ایران کې سلطنی رژیم پای ته رسېدلی. ایت الله خمینی د ایران د لنډمهالی حکومت لپاره مهدی بازرګان لومړی وزیر ټاکلی او هغه پرون د کابینې د ځینې وزیرانو نومونه اعلان کړل: د مهدی بازګان کابینه کې ډاکټر کریم سنجابی د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی”.

Image caption

ایران کې د انقلاب تر بریا دوه ورځې وروسته افغان حکومت دا رژیم په رسمیت وپېژاند.

د ورځپاڼې دریم خبر هم د ایران لنډمهالی حکومت لومړی وزیر مهدی بازرګان ته د افغانستان د انقلابی شورا د مشر او لومړی وزیر نور محمد ترکی تلګرام دی.

په دغه خبر کې راغلی: د ایران د انقلابی لنډمهالی حکومت لومړی وزیر ښاغلی مهندس مهدی بازرګان! د ورور هېواد د لنډمهالی انقلابی حکومت د لومړی وزیر په توګه ستاسو د انتخاب له امله، د ځان، حکومت او افغانستان د خلکو دیموکراټیک جمهوری دولت له خوا تاسو او د ایران حکومت او وروڼو خلکو ته د زړه له تله مبارکی وایم. تاسو او د ایران انقلاب د خپل حکومت له خوا په رسمیت پېژنم. هیله ده چې له پخوا لا ډېر د یوبل په چارو کې د نه لاسوهنې او د ګاونډیتوب اصولو ساتلو سره زموږ ترمنځ اړیکی لا پیاوړی شی. تاسو او د ایران وروڼو خلکو ته د نقلابی دندو بریالیتوب غواړو.

له انقلاب د “انقلاب” ناهیلی

Image caption

سلیمان لایق وایی، د کابل واکمنو فکر کاوه چې خمینی د امریکا ضد دریځ لری، ځکه به د دوی حکومت سره ښه اړیکی ولری.

داسې ښکاری چې د نور محمد ترکی هیله مړاوی کېږی او د دواړو نوزېږو حکومتونو اړیکی نه سره ګرمېږی.

سلیمان لایق- د هغه وخت حکومت د ګوند مشرتابه شورا غړی- وایی: “موږ په دې باور و چې خمینی صیب تل د ښکېلاک او امپریالېزم ضد تمیال لری، ځکه به له موږ سره ښه اړیکی ولری، خو هغه اولنۍ مرکه کې د افغانستان انقلاب وغانده او زموږ پرضد یې دوښمنی وښوده. موږ د هغوی پرضد جدی غبرګون ونه ښود، هڅه مو وکړه چې د ایران نوی حکومت سره د پوهاوی لار پرانیستې وی”.

خو ایت الله خمینی چې نه شرق، نه غرب، اسلامی ایران شعار ور کاوه، نو دا ګرانه وه چې د شوروی ملاتړی افغان حکومت په تړاو یې مناسب نظر درلودلی وی.

کبیر رنجبر- چې پر ۱۳۵۷ کال د دوکتورا تیزس لیکه- وایی، افغانستان کې چپیو او ښی اړخی ځواکونو د ایران د انقلاب ډېر هرکلی وکړ، خو باور یې نه و چې “اخوندی رژیم” پر ایران واکمن شی او ټولې ازادۍ محدودې کړی.

دی زیاتوی، چې افغان حکومت ایران کې د دې بدلون هرکلی په دې هم وکړ چې له شاهی رژیم سره یې هم ډېر ښه اړیکی نه لرل.

هیله منتیا دوام ونه کړ

د انځور حقوق
AFP

Image caption

افغانانو د ایران د انقلاب پېښې تر ډېره له راډیو په تېره بی بی سی څارلې.

د پوهنتون استاد شجاع حسین محسنی وایی، لومړیو کې دواړو متضادو ځواکونو(افغانستان کې کمونیستی دولت او ایران کې د سیاسی اسلام پلویانو) ځانونه د یو بل دوست ګڼل. د ایران هغه وخت توده ګوند چې کمونستانو و د ایران د شاه – چې امریکا پلوی سیاست یې درلود- پرځېدل غوښتل او انقلابیان یې د کابل همتړونی بلل.ویل کېږی د افغانستان دفاع وزارت کې یوه مهم چارواکی د اسلامی انقلاب تر بری وروسته وویل، زموږ ستر ملګری خمینی ایران کې بریالی شو.

خو د ایران د انقلابیانو د چلن او سیاست ډېر روښانېدو سره د افغان حکومت واټن او ناهیلی هم ترې ډېره شوه.

افغان جهادیان چې پیاوړی تنظیمی جوړښت یې لا نه درلود د ایران د تازه سیاسی اسلام بریالیتوب سره نور هم هوډمن شول او د ایران د انقلاب اسلامی شعارونو او مذهبی مشرتابه د تهران د ملاتړ جلبولو ته هیله من کړل.

د انځور حقوق
/BABAMAZARI.COM

Image caption

له ښی لوری حکمتیار او نور جهادی مشران ایران کې د اسلامی انفلاب د بریالیتوب هرکلی کوی.

خو ایت الله خمنیتی افغانستان کې ملاتړی پیدا کړل، مګر ډېری دا ملاتړی یې بندی او ووژل شول.

د خلکو ډیموکراټیک ګوند سیاسی ادبیاتو کې د ایران انقلاب پلوه افغانانو ته خمینیست ویل کېدل.

پر ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کال د افغانستان کمونېست رژیم ډېر خلک ونیول او ورک کړل. د دا ډول کسانو نوملړ څو کاله مخکې خپور شو او دې نوملړ کې د ځینو د نیولو تور خمینیست لیکل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104479

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *