د اوسپنی د ویلی کولو ټولنه: ځینې کړۍ هڅه کوی ترڅو د اوسپنې د ویلی کولو صنعت لمنځه یوسی

  • خپرول: ۱۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 107976

د افغانستان د وسپنې د ویلی کولو د فابریکو ټولنه وایی، یو شمېر داخلی او خارجی مافیا یی کړۍ هڅه کوی چې په افغانستان کې دغه صنعت له منځه ولاړ شی.
دغه ټولنه وایی، دا هڅې د دې لامل شوی چې یو شمېر حکومتی‌ ادارې د تدارکاتو له قانون څخه په سرغړونې په خپلو ساختمانی پروژو کې له بهرنیو تولیداتو څخه استفاده وکړی.
دغه ټولنه وایی‌، د تدارکاتو په قانون کې د بهرنیو توکو د استعمال پر ځای کورنیو تولیداتو ته ۲۵سلنه لومړیتوب ورکړل شوی، خو لا هم ګڼ شمېر حکومتی ادارې په خپلو پروژو کې له کورنیو ساختمانی‌ تولیداتو څخه استفاده نه کوی.
د اوسپنې ویلې کولو ټولنې رئیس پرویز خواجه زاده د یکشنبې په ورځ د «کب پر ۱۹مه» په کابل کې وویل چې ځینې کړۍ د دوی د فعالیتونو په وړاندې ستونزې جوړوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107976

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *