د اوسپنی د ویلی کولو د دوهم فاز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

  • خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 87610

په کابل کې د خان سټیل په نوم د اوسپنې د ویلې کولو د یوې فابریکې د دویم فاز د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د معلوماتو له مخې پرې ۲۰ میلیونه امریکایی ډالره پانګونه کېږی.
د خان سټیل چارواکی وایی چې د فابریکې د دویم فاز د رغونې چارې به په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شی.
د خان سټیل مشر حاجی خان محمد وردګ وایی، فابریکه یې په کال کې ۲۰۰ زره ټنه ګول سیخ تولیدوی چې د هېواد لویه برخه اړتیا پوره کولی شی.
د وردګ په خبره چې د فابریکې د دویم فاز په بشپړیدو سره به یې د تولید کچه لوړه شی او ګول سیخ ته به د هېواد ۵۰ سلنه اړتیا پوره کړی.
د سواګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وویل چې په هېواد کې پر خان سټیل سربېره د اوسپنې د ویلې کولو نهه فابریکې فعالې دی چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې پر کار بوخت دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87610

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *