د اوربند په اړه د کونړ اوسېدونکو او د سولې کاروان غړو غوښتنه

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 105750

د کونړ ولایت اوسېدونکی د سولې کاروان سره یوځای شوی او هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړی چې اوربند اعلان او سولې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړی.
دوی نن (سې‎شنبې د سلواغې په ۳۰مه نېټه) د سولې په موخه لویه غونډه جوړه کړه.
د غونډې ګډونوالو شعاورونه ورکول چې”د جګړې ښکېل لوری باید افغان وژنه بس کړی. ”
هېواد کې د سولې کاروان غړو خپل خوځښت له هلمند ولایته پیل کړ او له کابله وروسته د هېواد شمال پر لور وخوځېدل.
یاد کاروان د روان کال په پیل کې کله چې د نوی کال په ورځو کې په لښکرګاه کې د غېږ نیونې لوبه کې ځانمرګی برید وشو او ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، پیل شو.
د کاروان غړی وایی چې د سولې راوستو او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هېڅ ګواښ د دوی مخه نه شی نیولی، ځکه خلک د دوی ملتیا کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105750

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *