د اوربند په اړه د طالبانو پرېکړه او د ولسمشر غنی دریځ

  • خپرول: ۱۹ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 63200

نوشته شده توسط khaama – Sat Jun 09 2018, 11:05 am

ولسمشر محمد اشرف غنی د افغان حکومت د اعلامیې په ځواب کې اوربند په اړه د و وسله والو طالبانو اعلامیې هرکلی وکړ.

نوموړی د یو بیان په نشرولو سره له امریکا متحده ایالتونو، انګلستان، اروپایی ټولنې، د اسلامی کنفرانس غړو هېوادونو او له افغانانو نه د اوربند په هکله د حکومت له پرېکړې څخه د ملاتړ په خاطر مننه وکړه.

د ارګ ماڼی ویاند هارون چخانسوری هم له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې افغان حکومت د ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوی چې په هېواد کې یې د وینی تویلو او د تاوتریخوالو د مخنیوی لامل ګرځی.

نومړی د اوربند په اړه د طالبانو اعلامیې ته په اشاره وویل، چې حکومت هیله مند دی چې دغه اقدام به د سولې د خبرو اترو د پیل لام شی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د یو بیان په نشرولو سره ویلی، چې« ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږی چې د کوچنی اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلی مخالیفینو پرضد تعرضی عملیات ودروی، خو که په مجاهدینو تعرض وشی کلکه دفاع دې کوی.»

ولسمشر محمد اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ د ویډیو پیام له لارې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبر ورکړ.

ولسمشر غنی زیاته کړه، چې افغان حکومت د دینی عالمانو وروستی فتوا ته په کتو له وسله والو طالبانو سره د روژې میاشتې له ۲۷ مه نیټې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند اعلانوی.

هغه زیاته کړه، چې په دغه موده به افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې له پوځی عملیاتو لاس واخلی خو د داعشیانو، القاعدی او نورو بهرنیو ترهګرو په وړاندې به پوځی عملیات دوام ومومی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبری آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63200

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *