د اوبو مدیریت په برخه کې له افغانستان سره د مرستې په موخه د ناروې لېوالتیا

  • خپرول: ۲۰ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 68952

ولسمشر غنی چې د ناټو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته تللی، د ناروې د لومړی وزیر ایرنا سولبرګ سره لیدنه او د بېلابېلو مسایلو پرسر بحث او خبرې کړی دی. په دغه کتنه کې د ناروې لومړی وزیر ویلی چې هېواد یې چمتو دی ترڅو د اوبو مدیریت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلی چې ولسمشر اشرف غنی نن چهارشنبه له غرمې مخکې د بلجیم پلازمینې بروکسل کې د ناروې د لومړی وزیر ایرنا سولبرګ سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو خواو د دوه اړخیزو مرستو د زیاتوالی، سیمه ییزو مسایلو، د امنیت ټینګښت، پراختیایی پروژو او د سولې بهیر په اړه بحث او خبرې کړی دی.
په دغه کتنه کې، د ناروې لومړی وزیر د افغانانو په مشری د سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ، د ولسمشر د اوربند له اقدام څخه ستاینه کړی او ویلی چې هېواد یې د اوبو مدیریت او د سولې خبرو په برخه کې هرډول مرستو ته چمتو دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=68952

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *