د اوبو د تولید پنځه شرکتونه د ښاروالی له خوا وتړل شول

  • خپرول: ۱۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87731

د کابل ښاروالی اعلان کړی چې د ښاروالی مقرراتو د نه مراعات کولو له امله د اوبو د تولید پنځه شرکتونه تړلی دی.
د ښاروالی د اعلامیې له مخې، د شاهی، زمزم، عزیز عتیق، چشمه سلطان او پاشان د اوبو تولیدی شرکتونه د روغتیایی ټکو د نه مراعات کولو له امله د ښاروالی د چاپیریال ساتنې ریاست له خوا تړل شوی دی.
د کابل ښاروالی ویلی چې دا څارنه د متشبثینو د فعالیت په سیمه کې د لوایحو او مقرراتو د مراعات کولو په موخه د کابل ښاروالی له خوا ترسره شوی دی.
د ویلو وړ ده چې د اوبو د تولید دغه شرکتونه د روغتیایی موردونو د نه مراعات کولو سربېره، د فعالیت جواز هم نه لرل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87731

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *