د اهل تشیع د علماؤ شورا مشر آیت الله محسنی وفات

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 130516

د هیواد شیعه مسلمانانو د تقلید لوړ مرجع آیت الله محمد آصف محسنی په ۱۳۱۴ لمریز کال کښې  په قندهار ښار کښې دنیا ته راغلی و او په دینی علومو کښې له ابتدایی زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د ارواښاد آیت الله حکیم او ارواښاد آیت الله خویی شاګردی یې وکړه.

آیت الله محمد آصف محسنی په نجف اشرف کښې دولس کاله د دینی علمونو له زده کولو وروسته  هیواد ته ستون شو او په قندهار کښې یې یوه حسینیه جوړه کړه.

دغه ستر عالم په قندهار ښار کښې کلتوری فعالیتونه پیل کړل او د کمیونیسټی حکومت په جوړیدو او د شوروی له خوا د افغانستان په نیواک سره د مجاهدینو په لیکو کښې شامل شو او څو کاله پس یې د افغانستان حرکتِ اسلامی ګوند جوړ کړ او  د ځینو مجاهدینو مشری یې په غاړه واخیستله.

آیت الله محمد آصف محسنی په هیواد کښې له کورنیو جنګونو سره هم مهاله څه موده په پاکستان کښې تیره کړه او په کال ۱۳۷۶ کښې د قم سپیڅلی ښار ته لاړ او د حوزوی علومو تدریس او ښوونه یې پیل کړه.

د افغانستان په اساسی قانون او د لوې جرګې په بیړنیو غونډو کښې فعال ګډون د افغانستان په نوې سیاسی پړاؤ کښې د هغوی د سیاسی کارنامې یوه برخه ده.

آیت الله محسنی د افغانستان د اساسی قانون په برابرولو او په دغه هیواد کښې په رسمیت د تشیع مذهب په پیژندلو کښې مهم او بنیادی رول درلود.

د خاتم النبیین علمیه حوزې او د تمدن ټیلویژنی چینل جوړول او د هیواد د اهل تشیع د علماؤ شورا مشری د آیت الله محسنی د کلتوری فعالیتونو د کارنامې یوه مهمه برخه ګڼله کیږی.

دغه ستر عالم او مجاهد په مختلفو ډګرونو کښې له ډیرو هلوځلو وروسته پرون د ۸۴ کالو په عمر کښې له دې فانی دنیا سره خدای په امانی وکړه او د آخرت په سفر لاړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130516

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *