د انګلیس ځانګړی ځواکونه د طالب مشرانو د وژلو او نیولو لپاره افغانستان ته لېږل کېږی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44513

ېوې انګلیسی رسنۍ په یو راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د حالاتو خرابوالی او د وسله والو مخالفینو فعالیت زیاتوالی له امله د انګلیس ځانګړی ځواکونه چې د طالب غړو د وژلو یا نیولو ماموریت پرغاړه لری، افغانستان ته لېږل کېژی.
د انګلیس ډیلی ستار ورځپاڼې اعلان کړی چې د افغانستان دولت د وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو زیاتوالی په اړه د اندېښنې زیاتوالی سره سم، په افغانستان کې دانګلیس مېشتو ځواکونو شمېر به دوه برابره زیاتوالی ومومی.
په افغانستان کې د انګلیس مېشت ځانګړی ځواکونه به د راتلونکې میاشت تر پایه د ۵۰ څخه ۱۰۰ ته زیاتوالی ومومی.
د یاد راپور له مخې، ټاکل شوې د انګلیس پوځیان د امریکا ځانګړو ځواکونو ترڅنګ او د ځانګړو عملیاتو د ګډ قوماندانۍ په چوکاټ کې د افغانستان دولت د وسله والو مخالفینو د مشرانو وژلو یا نیولو ماموریت ترسره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44513

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *