د انسان درونی احساسات او ادبیات | فهیم بهیر

  • خپرول: ۲۸ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 64791


Fb-Button

اوسمهال د علومو څانګې سره بېلې شوی دی، هره څانګه  د انسان د ژوند د یوې برخې سره تړاو لری، چې کله په عمومی او کله په انفرادی توګه څېړل کېږی. انسان یوازې بهرنی جوړښت نه لری؛ بلکې بله مهمه برخه یې سایکالوژی ده، چې هغه هم د انسان د بهرنی جوړښت په څېر پرې بهرنی او نور عوامل اغېزه کوی او د همدې اغېزو او انګیزو له امله په ادب کې د تخلیق موضوع رامنځته شی.

د ادب په رامنځته کېدو کې د انسان روحی اړخ ډېر مهم دی، چې  انسان د طبیعی او ټولنیزو شرایطو تر اغېز لاندې خپل درونی احساسات او انګیزې د ادب یا دهنر په نورو بڼو کې ښکاره کوی. په کوم هنر کې چې د هغې انځورونه په سم ډول شوې  وی او د پنځونکی احساس او عاطفه نورو ته ولېږدوی؛ نو هنرمند یا د هنری اثر تخلیق کونکی بریالی ښکاری او اثر یې هم لوړ هنری ارزښت تر لاسه کوی.

انسان د ټولنیزو او طبیعی پېښو او چاپیریال له مخې ځینې شیان او انګیرنی خپل لاشعور کې ځای پر ځای کوی یا د نوموړی په روان کې نفوذ کوی، یا ډېر څه لری، چې په بهرنی چاپیریال  کې یې نه شی ترلاسه کولای یا خپلو هیلو ته رسیدای نه شی؛ نو د دې له پاره د انسان درونی احساسات د ادبیاتو په فورمونو کې وړاندې کېږی . له همدې ځایه د ارواپوهنې او د ادبیاتو اړیکې له یو بل سره پیوند اخلی  او زما په اند که له ادب څخه ارواپوهنه لرې کړو؛ نو د ادب جوهر به بې خونده شی او که ادب نه وی؛ نو د ارواپوهنې ګڼې انګیرنې به د انسان په مغز کې دفن شی. مخکې تر دې چې د انسان په یو شمېر درونی احساساتو رڼا واچو لومړی  به ادبیات او ارواپوهنه او بیا به یې نورې خوا وې سره وڅېړو:

۱ ـ ادبیات: د ادب یا ادبیاتو په اړه ادبپوهانو ګڼ شمېر تعریفونه وړاندې کړی دی؛ خو دلته هغه پېژندنه راوړو، چې زموږ د لیکنې سره تړاو لری: « ادب یو ژبنی هنر دی، چې واقعیتونه په انځورونو کې وړاندې کوی. د انځور(تصویر یا ایماژ) څخه مقصد دا دی چې ادب واقعیت کټ مټ او په مستقیمه توګه نه بیانوی؛ بلکې د ادبی اثر د لیکونکی له خوا په ښکلی او احساس پارونکی شکل وړاندې کېږی …. د ادبی اثر (شعر، کیسه ، ډرامه، طنز او داسې نورو) تر ټولو عمده خاصیت د احساس انتقال دی که یو ادبی اثر احساس ونه لېږدوی او د اورېدونکی یا لوستونکی پر عواطفو اغېزه ونه کړی؛ نو هغه ادبی اثر نه دی»«۶: ۹».

په پورتنۍ پېژندنه کې  د ادبپوهانو له خوا د احساس یا عواطفو موضوع  رامخکې شوه او دا یې د ادب مهمه ځانګړنه بللې ده او د همدې ځانګړنې له مخې د ارواپوهنې او ادب اړیکې سره نښلول کېږی او د ادب په رامنځته کېدو کې  د انسان د درونی احساساتو رول څرکندوی.

په ادب کې د هنری ارزښت موضوع مهمه ده، که په کومه وینا یا لیکنه کې هنری ارزښت وی ادب بلل کېږی، که هنری ارزښت ونه لری؛ نو ادب نه ګنل کېږی. د هنری ارزښت د ځانګړنې په اړه لیکل شوی دی: «هنریت یا هنری ارزښت هغه ځانګړنه ده، چې ادبی او نورې عامې عادی لیکنې سره بېلوی. د هنری یا ادبی نثر په لیکنه یا د نثری ادب په پنځونه کې د لیکوال ذوق، احساس او تمایل د یو مطلب یا واقعیت د افادې له پاره بنسټیز ارزښت او اهمیت لری. لیکوال هغه څه چې لیدلی، اوریدلی، احساس کړی او یایې په ذهن او خیال کې تېریږی بیانوی؛ خو د تحقیقی او علمی لیکنو په څېر دلیل راوړلو ته هیڅ اړتیا نه لری»« ۱۶: ۳۹».  په دې پېژندنه کې هم د هنری ارزښت په موضوع کې د انسان درونی احساسات رول لری او همدا برخه ده چې د ادب په ایجاد کې پوره ونډه اخلی.

۲ـ ارواپوهنه: ارواپوهنه له ګڼو علومو سره اړیکی لری  او په همدې اساس ورځ تر بلې یې د پېژندنو لړۍ زیاتېږی او ګنې نورې څانګې ترې هم راوزی. ارواپوهنه په علمی توګه د انسانی سلوک په هکله د زده کړې او احساساتو مطالعې ته ویل کېږی. د انسان فردی او او ټولنیز عوامل او احساسات د ارواپوهنې د څېړنې موضوع تشکیلوی.

عطا محمد میاخیل د ارواپوهنې په اړه لیکی: «د ارواپوهنې کلمه چې د (Psychology) ژباړه ده د ارواپوهنې د موضوع له اوسنی مفهوم څخه زیات لرغونتوب لری ویل کېږی، چې ارواپوهنه له دوو یونانی کلمو څخه چې د (Psyche) د مغز یا اروا په معنا او (Logos ) د علم او مطالعې په معنا دی منځته راغلې ده، په دې توګه ارواپوهنه د اروا او مغز معنا لری، لکه چې وویل شول د (Psychology) کلمه په همدې یونانی مفهوم نه ده او د پنځلسمې پېړۍ پیل کې منځته راغلې ده، خو یونانی ژبه د دې کلمې په جوړښت کې اغېز لری او د هغې په رامنځته کېدو کې د بشر په روح کې د څېړنې او ځیرنې هدف نغښتی دی» (۱).

).(۱)https://www.khabarpana.com/8643/(×

د ادب موضوعات هغه څه دی، چې د انسان د چاپیریال سره تړلی دی، د دې موضوعاتو او پېښو په ماهیت کې ارواپوهنه هم دخیله ده او د هنری اثارو په پنځونه کې  دواړه خپل اساسی نقش لری. په ادبی کره کتنه کې د ادب او ارواپوهنې تر منځ داسې کرښه ویستل شوې ده: « انسان او پر هغه د چاپېریال اغېزې د ادب موضوع ده، چې له همدې امله ادب او ارواپوهنه یو له بل سره نژدې اړیکې لری، خو ادب له ارواپوهنې سره یو بنسټیز توپیر لری . ارواپوهنه د انسانانو تر منځ ګډ او عمومی مظاهرات تر غور لاندې نیسی؛ خو د ادب وړمبی هدف دا دی چې جوته کړی چې وګړی له یو بل نه په کومو لوریو کې توپیر او امتیاز لری. یو ارواپوه د خیال، عاطفی یا غریزې په باب بحث کوی چې دا څیزونه د ټولو انسانانو تر منځ ګډ دی، خو ادیب که شاعری وی خپل ځانګړی احساس څرګندوی او که کېسه لیکونکی وی؛ نو هغه شخصیتونه چې د اصیلو کرکترونو خاوندان وی هغوی انځوروی له همدې امله ادب د هغه شخصیتونو تر منځ چې د ارواپوهنې له پلوه ګډ صفتونه لری اختلاف وینی»« ۱۳: ۳۲».

عبدالغفور لېوال په خپله مقاله (د شعر پېژندنې او کره کتنې ځینې نوې معیارونه) کې د استاد زیار نظر په دې ډول راوړی دی: «د ارواپوهانو په عقیده  شیان او پدیدې د حواسو د لارې پر اورګانیزم باندې اغېزه کوی، چې په لومړۍ مرحله کې احساس کېږی او بیا د ادراک پړاو ته رسږی (پېژندل کېږی). د اداراک له لارې انسان یو شی پېژنی. کله چې هماغه شی غایب وی احساس او ادراک هم محوه کېږی، خو د هغه شی اثر په ذهن کې یو تصویر(ایماژ)  پریږدی. ذهنی تصویرونه چې هغه ته تداعی یادونه ویل کېږی او کله کله په بدله څېره کې تجلی کوی، چې په دې صورت کې تخیل بلل کېږی، شاعرانه تخیل د ځینو په نظر شهود او الهام ته ورته دی او د ځینو په عقیده په هغه کې یوه شعوری هڅه هم شامله ده »«۱۴: ۱۰۲».

په پورتنیو  کرښو کې لیدل کېږی، چې د ادب په تخلیق کې ارواپوهنه مهمه ونډه لری په هنر یا ادب کې که د احساس موضوع وې یا نوره انځورونه چې د هنر مند احساس او عواطف نورو ته ولېږدوی همدا ځانګړنه هنری ارزښت بلل کېږی او په ادب کې دا هر څه د تخیل د پروسې د لارې طی کېږی.

 ۳ ـ احساسات او عواطف: د شعر په جوړښت کې ځینې مهم توکی دی، چې رغنده ونډه لری او پرته له دې موږ ورته شعر نه شو ویلی، چې هغه توکی عبارت دی  له فکر، تخیل، عاطفه، احساس او اهنګ څخه. که له دې توکو څخه یو هم په شعر کې موجود نه وی، نو شعریت به یې کمزروه او کیدای شې، چې یوازې د الفاظو پر مخ ځینې خبرې وړاندې شوې وی. عاطفه هم د شعر د روح په توګه ځانګړی ځای لری که چېرې په  شعر کې عاطفه او احساس نه وې؛ نو هغه شعر بیا نه شی کولای په لوستونکو یا اوریدونکو خپل اغېز وغورځوی؛ نو د هر بریالی شاعر په شعر کې احساس او عاطفه د شعر سره کلکه ملګرتیا کوې او شعر د ښکلا او د ارزښتونو لوړو پوړیو ته خېژوی.

شعر په لنډه او اهنګینه ژبه د فکر او اند عاطفی تړون ته وایی، په عاطفی ډول په دې معنا، چې عاطفه د شعر یو اساسی رکن دی، باید د شعر ژبه عاطفی وی او احساس را وپاروی؛ خو د احساس او عاطفې خبرې د ارواپوهنې سره تړاو لری. په دې معنا چې ټول انسان په عاطفی لحاظ یو له بل سره ګډ یا مشترک عاطفی پېوندونه لری؛ لکه په یو ماشوم د هر انسان مینه او زړه سوی راځی او هر څوک ور سره مینه لری یا د یو بد بخت انسان باندې، چې بد وضعیت ولری د هر چا زړه سوی راځی دا د انسانانو تر منځ عاطفی پیوندونه دی، چې یو یې له بل سره لری. یا د یو زخم په لیدو موږ ټول د یو درد احساس کوو، نو دا د انسانانو عاطفی پیوندونه دی. کله چې د یو شاعر په شعر کې داسې یوه مسله رامخکې شی، چې د لوستونکی یا اوریدونکی همدغه مشترګه عاطفه یا مشترک احساس راوپاروی؛ نو دې ته عاطفی ارښت وایی یا په دې شعر کې عاطفی اړخ قوی دی. هر شعر باید همداسې عاطفی جوړښت ولری، چې د لوستونکی یا اوردونکی کې داسې احساس او عاطفه را وټوکی، چې شاعر دغه احساس او عاطفه د شعر د ایجاد پر مهال درلوده؛ن و دې ته بیا  په عاطفی لحاظ یو بریالی شعر ویلای شو«۲: ۸۲».

همدا ډول که یو شاعر د شعر لیدلو پر مهال په یو ځای کې  واورین غرونه، شنې ونې، یخه هوا وینی او د ښکلا یو احساس واخلی یا په یو ځای کې د جګړې له امله دود، اور، ټپیان او وینې او د خلکو چیغې اوری او په دې وخت شاعر د جګړې پر وړاندې د نفرت احساس کوی کله چې شعر ولیکی او د لوستولو او اوریدولو پر مهال همدا احساس په لوستونکی او اوریدونکی کې هم پیدا کړی، نو د احساس له پلوه دا شعر هم عالی شعر کڼل کېږی، ځکه شاعر په ښه ډول په کې احساس لېږدولی دی.

د شعر په اړه ګرګرصیب لیکی: «په پښتو ادبیاتو کې په عامو بحثونو کې تر زیاته حده د شعر او نظم توپیر نه کېږی. شعر ته نظم او نظم ته شعر ویل کېږی، خو په معاصرو څېړنو کې د دې دواړو تر منځ یوه پنډه لیکه ایستل شوې ده. شعر دانسان له روح او حواسو سره زیات تړاو لری په داسې حال کې چې نظم او نثر د تعقل او استدلال او تفکر سره»« ۱۷: ۲۸۲».

۴ـ طبیعت او ښکلا: لومړی طبیعت رامنځته شوی او بیا انسان. د طبیعت هره څنډه بېلا بیلې ښکلا وې  لری او دهمدې ښکلا اغېز له امله ډیری مهال ادبیات رامنځته کېږی. د نړۍ د مشهورو شاعرانو او لیکوالو په اثارو کې د طبیعت د ښکلا بېلابېلې برخې انځور شوی دی.د طبیعت او چاپیریال اغېزې د انسان د روانی اړخ سره اړیکې لری؛ نو کوم اثار چې د همدې زاویې څخه رامنځته شوی وی یا د دې زاویی اړخ یې قوی وی؛ نو ارواپوهنیزه تله یې درنېږی. د طبیعت او چاپیریال د اغېز له امله د نړۍ د هېوادونو او اقلیمی جوړښتونو د خلکو تر منځ د ښکلا له پاره بیلابیل معیارونه رامنځته شوی دی یعنې د ټولو له پاره د ښکلا  یو ډول معیار نشته دی چې د دې کار لوی عامل طبیعی چاپیریال دی. زموږ د پخوانی او اوسنی ادب په تخلیق کې د طبیعت ښکلاوو پوره ونډه اخیستې ده، چې اصلی عامل یې د انسان روانی اړخ دی، چې د طبیعت په بیلابیلو څانګو کې همدا ښګلاګانې احساسوی او بیا د تخیل د پروسې د لارې یوه ادبی یا هنری لیکنه ترې جوړوی.

د هنر په اړه یوه نظریه په دې ډول ده: « هنر د انسان د هیجاناتو بهرنی انځور دی چې د کرښو، رنګونو، حرکاتو، اوازونو یا کلماتو په واسطه افاده کېږی»«۷: ۶».

د موضوع د وضاحت په هدف به له ادبی څېړنو څخه څو کرښې او د شعر نمونه را وړو: « ښایی همدا د طبیعت ښکلا ده، چې ورو ورور شاعر ته د هېواد پالنې لومړنی الهام وربښی او بیا وروسته په خلکو او ولسونو کې تبلور کوی یا بالعکس او یا هم ښایی  دواړه د شاعر په ذهن کې یو ځای سره اخښل کېږی. د لایق(د چونغر ترانې) او د پوشکین (د لیس باغونه) د موسیقۍ د نغمو په شان تخیلات راویښوی او د ذهن فضا تسخیروی.

لایق وایی:

بیا د بلخ په شنو ورشو کې ـ  د لاله په درمندو کې

ده ورکړې لېــونو ته ـ  د بهار ساقی بلنـــه

دا د یو بل شعر ترجمه ده چې په هغه کې پوشکین مخاطب شوی دی:

په یوه پسرلی کې کله، چې ستا فریادونه

د سیند ارامه هینداره لـړزوی

د هغه ځنګلی درې په ساحرانه ژورو کې

د ا پولو پېغله زما خوا ته راغله » « ۷: ۱۷».

همدا ډول ځوان لیکوال ګل رحمن رحمانی د ادبیاتو او ښکلا پېژندنې په اړه مقاله لیکلی ده  او هغه برخې یې څېړلې چې په ادبی اثارو کې ښکلا څنګه رامنځته کېږی؟ خو زموږ د مقالې هدف د طبیعت ښکلاده چې د همدې موضوع په تړاو ځینې کرښې را اخلو: « د طبیعت او ښکلا خبره هم یو څه جنجالی بحث دى، ځینې وایی چې طبیعت او ښکلا سره تړلی او حتمی دی، خو نور بیا په دې نظر دی چې حتمی ته هېڅ اړتیا نشته، کله چې طبیعت یادوو؛ نو طبیعت خپله یوه ښکلا ده او د هرې بلې ښکلا بنسټ پرې ولاړ دى…انسان په طبیعی ډول هم ښکلا خښوونکى دى، د ښکلا پېژندنې او خوښونې ذوق یې تر بل هر موجود پیاوړى او حساس دى، ژر په ښکلا کې ورکېږی او د ژوند ورکې ښکلا وې د خپل انسانی حس او ادراک په زور په ښه ډول موندلى شی.

هسې خو خداى تعالى هم د ښکلا او جمال خالق دى او ښکلا خوښوی. دهغه د اشرف المخلوقات (انسان) سره همدا فطری ادراک د هغه له پیدایښت نه همزولى دى، دې احساس او ادارک د انسان هنر او پنځونو کې رېښې غځولې، تلپاتې شوى، پوخ شوى او خپل همنوع لیدونکی ته یې د حیرانی او خوښۍ احساس ورکړى دى.ښکلا د توکو په ظاهری ځانګړتیاوو کې له پیدا کېدو وړاندې، د هنرمند په ذهن کې توکېدلې ده، په دې مانا چې تر ذات وړاندې د معنى په توګه شتون لری او له عنیت وړاندې په یوه ذهنی پروسه کې ولاړه ده.» « ۹ : ۸۴».  

۵ـ مینه او کرکه :  د انسان له پیدایښت سره مینه ملګرې ده، خو د مینې له پاره ټاکلی او ټومنلی تعریف نشته چې ټولو ته د منلو وړ وی. د مینې په اړه بېلابیل نظرونه وړاندې شوی دی، څوک یې ځانګړی اروایی سکون بولی، څوک یې ځانګړې ارزوګانی، تلوسه او شوق بولی او ځینې یې ځانګړی درنښت او زړه سوی بولی. زموږ په ټولنه کې مینه دوه ډوله ښودل شوې ده یوه حقیقی مینه او بله مجازی. د دې دواړو په اړه  بېلابېل نظرونه او تعبیرونه وړاندې شوی دی، خو زموږ هدف په دې لیکنه کې د انسان هغه درونی کشش یا احساسات دی چې مینه او کرکه رامنځته کوی او د همدې عواملو له امله یوه تخلیقی لیکنه یا هنری برخه ترې جوړیږی.

زما په اند مینه هم د انسان د دورنی احساساتو یو ځانګړی کیفی اړخ دی، چې بېلابېل ډولونه لری: ځینې د وطن، د مور او پلار، د ملګرو، د دوستانو او د ژوند د یوې ملګرې  پر وړاندې وې. د دوی په نژدیوالی د خوښۍ او ارامۍ احساس کوی؛ مګر کله چې له دوی څخه لرې وې بیا د درد، خفګان او د ژړا سبب کېږی دا دواړه حالتونه د انسان په روان تاثیر کوی کله کله انسان د مینې له امله سترو هدفونو ته رسیږی او کله کله انسان د لیونتوب تر بریده رسوی. زیاتره مینې تلپاتې ثابت حالت نه لری، د بیلابیلو پېښو له امله په کرکه هم بدلیږی.  کله چې مینه د انسان له درونی احساساتو سره اړیکه لری؛ نو د اب په ایجاد کې هم رول لری او زموږ د ادب ډیره برخه یې رامنځه کړې ده. د همدې موضوع په تړاو د جادوګر هنر څخه ځینې کرښې راوړو: « د شاعر په دیوان کې د مینې د زیات ذکر یو دلیل دا هم کېدای شی چې مینه له مختلفو روحی او ذهنی جنجالونو سره سره د الهام او خلاقیت امکان زیاتوی. عاشق چې د پاریدلی ذهن څښتن دی، ممکن نوې او نا اشنا خبرې ولری…مینه د خواخوږۍ، وسواس، کینې، رخې، بد ګمانۍ، ویرې، سر لوړۍ، پېښمانۍ، قهر، وفا، سرښندنې، نهیلۍ، ذلت، غم، خوشحالی او نورو متضادو روحی کیفیتونو  مجموعه ده… خو مینه چې د متضادو او شدیدو عواطفو ګډوله ده، ان د قتل سبب ګرځی او شاعران که یې په شرحه کې مبالغه کوی، ملامت نه دی، مینه چې د ذهن د ارام او قرار دوښمنه ده ، د شاعرانو په دیوانونو کې زیاته او د فیلسوفانو په کتابونو کې کمه لیدل کېږی. اخلاق چې د فلسفی موضوع وه، د فلسفې د نورو څانګو غوندې عقلانی اړخ لری خو د مینې ماهیت عقلانی نه دی. موږ په دې باره کې استدلال کولای شو چې له چا سره ملګرتیا په کار ده، خو په دې باره کې دلیل ته حاجت نشته چې په چا باید زړه بایلو. د مینې همدا غیر عقلانی ماهیت دی چې فیلسوفانو ور باندې ځان نه دی کړولی او بلکې ځینو خو مخالفت ور سه کړی دی. شوپنهاور ته مینه د طبیعت دوکه ښکاری چې په نتیجه کې اولاد زېږی او د طبیعت له غوښتنې سره سم نسل ادامه مومی. کانت هم، چې د فیلسوفانو فیلسوف یې بللای شو ، مینې ته چندان په ښه نظر نه ګوری»« ۱۲: ۷۷».

پیر محمد کاکړ وایی:

زه یو تنها نه یم چې د عشق په لمبو سوځم ـ شاه مې اور د مینی لور په لور ولګاوه

درد د محبت مې په دې داغ سره کم نه شوـ پاس چې مې ناصح پر زړه سور اور ولګاوه

مینی د دلبر مې ځیکر سوی لکه سکور و ـ غم د بلتانه مې سوی سکور ولګاوه  « ۱: ۳۰».

داهم د اوسنی شعر منځپانګه چې د حسن انځور یې وړاندې کړی دی:

نرۍ نرۍ تر ګل نازکه  جینۍ ـ رغړی د ګل په پاڼو ځکه جینۍ

زما د یاد په غېږه کې لوبې کوې ـ وړه وړه لکه نانځکه جینۍ

د لمر بدنو سترګې وبرېښوه ـ راشه لږ مخ دې را ښکاره که جینۍ« ۱۰: ۳۰۱ ».

۶ـ نهیلی: د ادبیاتو ګڼو تیوریستانو په بیلابیلو ادبی ښونځیو کې د انسان او طبیعت په اړه  جلا نظرونه ورکړی دی. څوک وایی انسان د طبیعت جز نه دی ځکه نهیلیزم خوا ته مخ کوی او د دوی نهیلیزم  نظریه د دوی په هنری اثارو کې وړاندې شوې ده. کله چې د پوهنتون د دویم کال محصل وم د ادبی تاریخ استادانو به ویل: د کلاسیکې دورې یو شمېر شاعرانو منفی مقاومت ته مخ کړې ده، دوی د مادۍ نړۍ او له ژوند څخه نهیلی و؛ ځکه یې د منفی مقاومت (ګوښه والی) لاره نېولې ده.

اوسمهال یوازې زموږ ټولنه نه؛ بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک له نهیلیزم سره مخ دی، سره له دې چې د دوی په ژوند کې ګڼ شمېر پرمختګونه رامنځته شوی دی؛ خو بیا هم د دوی د ژوند ستونزې ورځ په ورځ ډېریږی او خلک د خوښۍ  او امید پر ځای نهیلی ته مخه کوی، چې د افغانستان په شمول د نړۍ په نورو هېوادونو کې په وړیا توګه د دې خلکو درملنه کېږی.

لومړی به دا اصطلاح وپېژنو: «د نیهیلېزم اصطلاح د لایتنی ژبې له Nihil څخه جوړه شوې ده. نیهیل (هیڅ شی) ته ویل کېږی. پر دې اساس نیهیلېزم Nihilism یو داسې فسلفی او ادبی جریان دی، چې هر ډول مثبتې نظر یې په مطلق ډول ردوی» « ۷: ۴۳۷».

د هر ډول مثبتی نظرې ردول اوسمهال د سالم عقل استازیتوب نه کوی دا په دې معنا نه ده چې نیهیلیزم هر ډول مثبتی نظرې ردوی. زما په اند دا د هغه وخت پېژندنه وه او د دې ادبی جریان پلویانو د هغه مهال د ظلم، زور واکو د ټولنیزو بې عدالتیو پر وړاندې کرکه کړې او دې پېښو په روحی لحاظ دومره ځپلولی دی، چې هره مثبته نظریه هم د دوی د ژوند او خوښۍ له پاره د زهرو غړپ وه. به نړیوالو ادبیاتو کې د دې ادبی جریان  نومیالی لیکوال تېر شوی دی او مهم هنری اثار یې هم رامنځته کړی دی.

نهیلی هم د انسان د درونی احساسات له کشش څخه رامنځته کېږی، چې د خپلې ټولنې د شرایطو تر اغېز لاندې هر څه اخلی او هر څه خپل لاشعور ته سپاری او بېرته یې په ځینو وختونو کې د یو هنری پرچې په توګه ټولنې ته وړاندې کوی. زماپه اند زموږ د پخوانیو شاعرانو او لیکوالو په پرتله د دې برخې تله په اوسنی ادب کې ډېره زیاته شوې ده.

د نمونې له پاره د شفیع الله بابرزی یو نظم راوړو:

زه او ژوند سره خپل نه یو

لکه دوه لارې د غره یو

لکه دوه چینې   د واورې

غورځېدلې له کمره یو «۳: ۳».

۷ـ د ځان تېر ایستلو پلمې: په ۲۰۰۰ کې د ننګرهارد عالی لیسې د نهم ټولګی زده کونکی وم،د نیشه یی توکو په اړه په یو سیمنار کې مې برخه اخیستې وه په هغې کې ستر پیغام دا و، چې ځوانان خپله ځانته پلمې جوړوی او په نیشه یی توکو ځان روږدی کوی. همداسې یو څه په ادب کې هم زما تر سترګو کېږی. ډیری مهال موږ حقیقت پټو او په کرښو کې نور څه وړاندې کو. ډیری مهال موږ د خپلو ماتو او نه کوښښونو پړه په نورو اچوه یا د خپلې کامیابۍ پر وړاندې نور څه د ستونزو په توګه دروو او کله چې اصلی هدف ته ونه رسېږو او یایې رسېدل نه غواړو؛ نو د ځان او د نورو د تېر ایستلو په هدف پلمې جوړه و.

زما په اند د ځان د تېر ایستلو یوه ښه وسیله تخلیق دی، دلته لیکوال یا شاعر هر څه د خپل ذهن او تخیل په مرسته جوړه وی ځانته د ډاډ ګیرنې او پلمې جوړونې په هدف  له هنر څخه کار اخلی.

د نمونې په توګه لاندې بیت:

« لکه څوک چې په ویشتل د ګلو خوښ شی ـ هسې خوښ شی مشتاقان د یار له سوکه »« ۴: ۵۰».

د  رحمن بابا په دې شعر کې به ادبپوهان کڼو ادبی ښکلاوو یا نور ارزښتونو ته اشاره وکړې، خو زه په کې د پورتنیو کرښو انځور هم وینم:

زه دا هســــې دیوانه او مجنون چا کړم ـ له رواجه له رسومه بیرون چاکړم؟

نه پوهېږم چې دا چارې پر ما څوک کا ـ لیونی د خپل نګاه په افسون چا کړم؟

رحمان هیڅ له خپله ځانه خبر نه وم  ـ چې دا هسې رنګ زبون او مخزون چا کړم؟ «۵: ۲۳۴».

زما په اند د ځان تېر ایستلو پلمې زیاتره په ادبی ټوټه، ازاد شعر او ازاد نظم کې د نورو ژانرونو په پرتله ډېرې وړاندې شوی دی او د اولسی ادب د لنډیو برخه هم په دې برخه کې درنه ده.

۸ ـ د تخیل نړۍ او سکون:  تخیل د ادبی اثارو جوهر کڼل کېږی،  کوم اثار چې د ژور تخیل په اساس رامنځته شوی وی؛ نو هنری ارزښت یې لوړ ګڼل کېږی. د شعر په اړه له پخوانه ګڼ شمېر پوهانو نظریې وړاندې کړې چې : شعر یو مخیل کلام دی.

استاد روهی د تخیل په اړه لیکی : « په تخلیقی فنونو کې تخیل یو اساسی عنصر دی. تخیل  په شعر کې د تشبیهاتو، استعارو، څېرو او اسطورو په بڼه تبارز کوی» «۸: ۴۳».

خیال یا د تخیل پروسه د انسان سره موجوده وې، کله کله د انسان په زړه او ذهن کې ډېرې غوښتنې وې، چې په حقیقې ژوند کې نه شی ترلاسه کولای او ډیری مهال یې د  هیلو ارمانونه په خیال کې څپې وی. انسان د همدې هیلو د ګټلو په درشل کې په خیالۍ نړۍ کې ځانګړی قهرمان وی، هر څه ځانته جوړولای شی او هر هدف تر لاسه کوی.  د همدې روانی کشمکش په ترڅ کې یو ډول نا رامتیا احساسوی د الهام څپو سره مخ شی او غواړی د تخیل د لارې سکون تر لاسه کړی . کله د دې ځانګړی حالت(الهام) نړۍ ته ورشی   د هغې انځور په کرښو کې وړاندې کوې او وروسته یو ډول روحی ارامی احساسوی. دی (لیکوال یا شاعر) فکر کوی څه چې وغواړی هغه تر لاسه کولای شی؛ نو خکه د سکون احساس کوی.

دا هر څه په لاندې شعر کې چې لومړنۍ او اخرنۍ برخه یې راوړو:

کله چې ته خپه شې

کله چې ته خپه شې

زه مې له ځان سره دا پرېکړه وکړم

چې څه موده دې له لیدلو نه زړګی صبر کړم

ووایم پرېږده، چې ته خپله را پوخلاشې

….

کله چې ته خپه شې

زمکه ځای نه راکوی

غواړم چې راشې او یو بل ووینو

زه مې د سترګو په ګیلو باندې تا وپوهوم

« چې دا ځل ټوله ملامته یې ته »

او ته د سترګو په ګیلو باندې ما وپوهوې

«ګرانه ما مه هېروه»

«۱۵: ۹۴».

۹ ـ د انسان غوښتنې او روانی کشش:  انسان زړه په حقیقی او خیالۍ نړۍ کې ډېر څه غواړی، د ژوند د وړکتوب وختونه، د کلی او کور ژوند، د ځوانۍ وختونه، د ژوند د خوښۍ او خوشحالۍ څپې، خوشحاله وختونه او نوې هیلې، د دې هر څه  پر وړاندې د انسان روان په کشمکش کې وی. کله غواړی پخوانی وختونه بېرته راشی او کله د ځان له پاره نوې خوښۍ او نړۍ جوړه وی. د همدې غوښتنو او روانی کشش له امله زموږ د لیکوالو او شاعرانو په اثارو کې د تخیل په مرسته  هنری لیکنې رامنځته کېږی. ډیری لیکوال دا هرڅه کله د لنډې کیسې په فورم کې، کله د ناول، ادبی ټوټی، شعر او په نورو فورمونو کې وړاندې کوی.

دلته به داناهیتا روهی یو شعر وړاندې کړو:

د اوښکو لمن

د زړه سکاره تړکېږی

راځه،

چې د اوښکو لمن

ورته وچه کړو

زاړه عطر

وخت به غوټۍ وکړی

نوی فکرونه به وغوړیږی

خو زموږ د ذهن وږمې به

د زاړه عطر په نوم

د زمانې په ښېښو کې

ایسارې پرتې وی

«۱۵: ۹۸»

استاد غضنفر  په خپل اثر (کلتور او ټولنه) کې یوې برخې ته اشاره کړې ده: «د انسان عقل او احساس له طبیعته او نورو انسانانو بېل ساتلی، د ژوند په هر ډګر کې یې تناقضونو ته درولی او په دوه کې یې حیران کړی دی. موږ په اوړی کې ژمی غواړو او په غره کې  د سمې په ارمان یو. موږ د خپلو تمایلاتو د پوره کېدو په ارمان یو خو زموږ غوښتنې یا په خپل منځ کې په ټکر کې وی یا د نورو انسانانو له غوښتنو سره. که په سپینو کوټو کې اوسو نو تورې کېږدۍ را یادیږی او وایو:

سپینې کوټې یې کنډوالې کړې ـ زما یادیږی د کېږدیو شمالونه

او چې د ابدی سولې او کرارۍ جنتی ځای را یاد کړو، بیا هم پکې د غنی خان غوندې ناکراره یو، په لوړ اواز به وایو:

لویه خدایه له جنته به شم ستون ـ که کنځل پکې وانه ورم د پښتون»« ۱۱: ۲۱».   

پایله:

په کومو اثارو کې چې هغه کشش او اړیکه وی، چې د انسان له اروا او د انسان د ژوند د تړلو پېښو سره مشترګ ټکی ولری، هغه په هره یا د لیکوال په خپله ټولنه کې تلپاتې ارزښت تر لاسه کوی او ګڼ شمېر لوستونکی هم لری. دا کشش او اړیکې د لیکوال د درونی احساساتو د لارې په ادب کې ښه وړاندې کېږی چې د ده د ادبی لیکنو څخه لوستونکی همدا احساسات او انګیرنې اخلی او په هغوی کې هم یو ډول تاثر رامنځته کوی.

کله چې د ادب په پېژندنه کې موږ هنری ارزښت مهم ګڼو،   د تخیل د قوی خبره کو، یا د لاشعور مسله شوه، په تېره عاطفه، احساس او تلوسه د همدې  توګو سره د ارپواهنې لومړنی څرکونه نښلی چې په ادب کې ارواپوهنه هم ونډه اخلی او د دوې اړیکې له یو بل سره پیوند اخلی. په ادب کې نه یوازې ارپواپوهنه دخلیږی؛ بلکې نور ټولنیز علموم، لکه فلسفه یا نورې برخې هم داخلیږی خو د هریو د کار ساحه جلا ده  او ټولنیز علوم ټول له یو بل سره اړیکې لری. زما په اند ادب یې له ارواپوهنې سره زیات لری چې د مقالې په پورتنۍ برخه کې چې کومې خبرې وړاندې شوې ډیری له ارواپوهنې سره اړیکه لری چې په دې برخه کې د انسان درونی احسات رول لوبوی.

ماخذونه:

۱ ـ افغان، محمد یوسف.(۲۰۰۹م). د پیرمحمد کاکړ غزلې. کندهار: صدیقی خپرندویه ټولنه.

۲ – بهیر، فهیم. (۱۳۹۳ هـ ش). د ډآکتر اکبر د شاعرۍ هنر. ناچاپ اثر.

۳ ـ بابرزی، شفیع الله . (۱۳۸۹هـ ش)  . د رنجو غرونه. جلال اباد: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ بېنوا، عبدالروف.(۱۳۸۲ هـ ش).ادبی فنون(دویم چاپ).کندهار: د هېواد کلتوری او ادبی ټولنه.

۵ ـ حبیبی، عبدالحی.(۱۳۸۷هـ ش).د پښتو ادب تاریخ لنډ تاریخ. کندهار: د علامه رشاد د څېړنو مرکز.

۶ ـ روهی، محمد صدیق.( ۱۳۸۴ هـ ش). د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. ۷

۷ ـ روهی، محمد صدیق. (۱۳۸۶هـ ش). ادبی څېړنې. پېښور: د انش خپرندویه ټولنه.

۸ ـ روهی ، محمد صدیق:(۱۳۸۹) ل- ل کال، شعر پېژندنه: پېښور،میهن خپرندویه ټولنه.

۹ ـ رحمانی، ګل رحمن.( ۱۳۹۶ هـ ش) . ناچاپ اثر .

۱۰ – ښکلی، اجمل(۱۳۹۴هـ ش). فیمینستی ادبی نظریه (شماد مجله دویمه ګڼه ). کابل: خوشحال فرهنګی ټولنه.

۱۱ـ غضنفر، اسد الله.( ۱۳۹۳ هـ ش). کلتور او ټولنه.جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه.

۱۲ ـ غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۳هـ ش). جادوګر هنر. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۳ ـ مندور، محمد(لیکوال)، اقبال، اجرالدین(ژباړن).(۱۳۸۰هـ ش).ادبی کره کتنه.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۴ ـ لېوال، عبدالغفور.(۱۳۹۴هـ ش).د شعر پېژندنې او کره کتنې نوی معیارونه(کابل مجله اومه ګڼه). کابل: علومو اکاډمی.

۱۵ ـ وفا، محمد داود.(۱۳۹۶هـ ش). د پښتو معاصر ادب تاریخ څلورم پړاو.جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۶ ـ هاشمی، سید محی الدین .(۱۳۸۹هـ ش). د نثری ادب ډولنه. جلال آباد: وحدت خپرندویه ټولنه.

۱۷ ـ هاشمی، سید اصغر.(۱۳۹۵هـ ش).سیندونه او اندونه(د کرګر د مقالو ټولګه). جلال آباد: هاشمی خپرندویه ټولنه.

اړوند مطالب


د کاپیسا ولسی ادبیات/ فهیم بهیر


د کاپیسا ولسی ادبیات/ فهیم بهیر


د کاپیسا ولسی ادبیات/ فهیم بهیر


د کاپیسا ولسی ادبیات/ فهیم بهیر

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=64791

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *