د امنیتی ځواکونو د وروستیو تلفاتو په اړه له ولسمشر څخه د سناتورانو نیوکه

  • خپرول: ۲۳ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 57973

په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په دوام ، یوشمېر سناتوران د ولسمشر اشرف غنی څخه په نیوکې سره وایی چې ولسمشر پوځی صلاحیتونه په واک کې نیولی او همدا موضوع امنیتی ځواکونو ته دمرستو ځنډ او ددوی د تلفاتو لامل شوی دی.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په ځینو برخو لکه فراه، غور، بغلان، زابل، فاریاب او ځینو نورو سیموکې خونړی نښتې ترسره شوی چې له امله یې د هېواد سلګونه امنیتی ځواکونو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
د مشرانو جرګې د نن ورځې په غونډه کې، ځینو سناتورانو د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ناامنیو زیاتوالی ته په پام ویلی چې ولسمشر غنی ټول پوځی صلاحیتونه په واک کې نیولی او امنیتی چارواکی د عملیاتو د ترسره کولو په موخه له ده څخه اجازه اخلی او همدا مساله د عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې د ځنډ لامل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=57973

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *