د امریکا کانګرس له مشر سره د ولسمشر غنی لیدنه

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 87817

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرس رئیس پاول رایان او ورسره پلاوی سره وکتل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، تروریزم سره پر مبارزې، سیمه‎‎ییزو مسایلو، د افغانستان او سویلی اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتی او دفاعی سکتور کې د اصلاحاتو، د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼ زیتوی، چې جمهوررئیس غنی پاول رایان او ورسره پلاوی ته د هرکلی ترڅنګ په ملکی او نظامی سکتورونو کې د اصلاحاتو او سولې پروسه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې او له یوې نیمې لسېزې څخه زیات یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکارۍ قدردانی وکړه.
د ارګ ماڼی په وینا، د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرس رئیس او ورسره پلاوی په ملکی او نظامی سکتورونو کې د اصلاحاتو او دغه راز تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د قربانیو قدردانی وکړه او له افغانستان سره یې د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87817

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *