د امریکا پوځ: موږ داسې اسناد ونه موندل چې په کندز کې ملکی تلفات تائید کړو 

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76099

د امریکا د پوځ الوتکو د جولای په نولسمه نېټه د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د ملاتړ لپاره هوایی حمله کړې وه او له امله یې د څوارلس ملکی وګړو د وژل کېدو خبر خپور شو.

د امریکا پوځ تېره میاشت د دې خبر د سپیناوی لپاره څېړنې پېل کړې.

په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ویاند، ډګروال مارتین اودونېل په یوه بیان کې چې پرون جمعه خپور شو، وویل:

” موږ د افغانستان دحکومت د رپوټ په ګډون ټول هغه معلومات چې د دې پېښې په تړاو را ورسېدل محتاطانه وڅېړل او زموږ په څېړنه کې داسې متعبر معلومات په لاس نه راغلل چې دهغو ادعاوو ملاتړ وکړی.”

د رویټرز خبری اژانس په حواله، ډګروال اوکونل ویلی چې د امریکا پوځ د ملکی تلفاتو په اړه جدی دی او که چېرې په چهاردره ولسوالۍ کې د امریکا د پوځ په هوایی حمله کې د ملکی وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه نوی کره معلومات ور ورسېږی، خپلې څېړنې ته بیا کتنه وکړی.

د ملګروملتونو د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې د هوایی عملیاتو له زیاتېدو سره د روان میلادی کال په لومړیو شپږمیاشتوکې ملکی تلفات دوه پنځوس فیصده زیات شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76099

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *