د امریکا ولسمشر مرستیال: امریکا او جنوبی کوریا د شمالی کوریا په وړاندې یو موټی دی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 44536

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایی، د سیول او پیویانګ په اړیکو کې له ظاهری ښیګڼې سره سره، امریکا او جنوبی کوریا د شمالی کوریا په وړاندې په خپلو پالېسیو کې متحد پاتې دی.
ښاغلی پنس پرون شنبه وویل چې دی او د جنوبی کوریا ولسمشر پردې سره سلا شوی چې د شمالی کوریا ډیپلوماټیکه او اقتصادی انزوا باید له بالستیک توغندیو او اټمی پروګرام څخه د دې هېواد د لاس اخیستو تروخته دوام وکړی.
پنس چې د ژمنی المپیک د سیالیو لپاره جنوبی کوریا ته تللی، پرون د جنوبی کوریا له ولسمشر مون جی اِون سره وکتل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44536

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *