د امریکا نومول شوی لوی درستیز له افغانستانه د ځواکونو د ژر ایستل تېروتنه بولی

  • خپرول: ۲۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 126578


Fb-Button

تاند- د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوری د خپل هیواد د پوځ د لوی درستیزۍ لپاره نومول شوی جنرال وایی، له افغانستانه د ځواکونو ژر ایستل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وی.

جنرال مارک میلې نن /پنجشنبه/ د امریکا سنا جرګې ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل«فکر کوم ورو، دردونکی او سخته به وی.»

له ده څخه سناتور انګس کینګ وپوښتل چې امریکایی پوځیان کله باید ووایی چې نور بس ده او له افغانستانه وځی؟

جنرال میلې وویل «باید لانجه ختمه شی. کله چې زموږ ګټې خوندی شی او فکر کوم چې دا کار به له طالبانو سره د خبرواترو له لارې وشی.»

ده همداراز وویل چې تر یوه حده په دې برخه کې پرمختګ وینی.

جنرال میلې د اوسنی لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد په ځای نومول شوی دی او که سنا جرګه یې تایید کړی د امریکا لوی درستیز به شی.

ده له سناتورانو سره د سوال او ځواب په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو حضور د دې لپاره ضروری دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شی.

«فکر کوم چې همداسې بې له دې چې هدف ته ورسېږو د ځواکونو ایستل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وی.»

ده همداراز وویل چې د داعش له ماتې وروسته د امریکا پوځ باید په عراق او سوریه کې یوه اندازه پوځیان وساتی.

امریکایی رسنۍ (دی هیل) وایی، د ولسمشر ټرمپ حکومت د تېر کال په دسمبر کې غوښتل چې له افغانستانه ډېر شمېر پوځیان وباسی، خو د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو استازو د دې نظر مخالفت وکړ.

ټرمپ وروسته له دې پلانه لاس واخیست او موقع یې ورکړه چې له طالبانو سره خبرې وشی.

له هماغه وخته د زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکایی پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او تراوسه پورې یې اووه پړاوه خبرې کړی دی.