د امریکا ملی امنیت تګلارې سره د پاکستان مخالفت

  • خپرول: ۲۹ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40441

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ملی امنیت تګلارې سره د مخالفت ترڅنګ چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ له لورې اعلان شوې ، ویلی چې دغه هېواد په وروستۍ کال کې د کوم توپیر پرته د سخت دریځو او ترهګرو سره مبارزه کړې ده.
پاکستان د امریکا دولت د ملی امنیت هغه نوی تګلاره چې پکې د اسلام اباد څخه غوښتل شوی په دغه هېواد کې د ترهګرو امن ځایونو په وړاندې اقدام وکړی ، رد کړه.
د فرانسې خبری سرچېنې راپور له مخې ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه اعلان کړی چې د پاکستان امنیتی ځواکونو په وروستیو کالو کې د سخت دریځو او ترهګرو په وړاندې د کوم توپیر پرته اغېزمن ترهګریز عملیات ترسره کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40441

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *