د امریکا مشرانو جرګې له افغانستان څخه ددې هېواد ځواکونو د وتلو طرح رد کړه

  • خپرول: ۱۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 102833

د امریکا مشرانو جرګې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو په تړاو د ډونالډ ټرامپ طرح په ډېریو رایو سره رد کړه.

د امریکا مشرانو جرګې په داسې حال کې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د ویستلو له طرحې سره مخالفت کړی چې ډونالډ ټرامپ دوې ورځې وړاندې یوځل بیا ویلی چې د افغانستان د سولې بهیر پرمخ لور روان دی او که د سولې هوکړه وشی، امریکایی ځواکونه به له دې هېواده بهر شی.

امریکایی سناتورانو په دې اړه هغه لایحه چې د کینتی ایالت سناتور او د امریکا سنا مجلس له خوا وړاندیز شوې وه، په ۶۸ موافقو او ۲۳ مخالفو رایو رد کړه او ټاکل شوې دا لایحه په راتلونکې ناستو کې ددې جرګې له خوا تصویب شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102833

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




2 + 1 =