د امریکا مشرانو جرګې د سعودی ایتلاف ملاتړ د پای طرحه تصویب کړه

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 108462

د امریکا سنا چې د جمهوری غوښتونکو په واک کې ده داسې طرحه تصویب کړې چې د یمن په جګړه کې د سعودی په مشرۍ د ټلوالې نه د امریکا ملاتړ درېدو غوښتنه کوی.
دا طرحه د ۵۴ تاید او ۴۶ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوه.
دا له وروستیو جنجالونو سره سره له سعودی او ددې هېواد له مشرانو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ رد بلل کیږی.
ډونالډ ټرمپ وړاندې ژمنه کړې وه چې که داسې پریکړه لیک تصویب شی، دی به یې رد کړی.
په یمن کې د سعودی په مشرۍ جګړه ۲۰۱۵ کال پیل شوه چې هلته د زرګونه کسانو د وژل کېدو او د پراخه لوږې تندې لامل شوه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108462

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *