د امریکا له خوا تور نوملړ ته د سپاه پاسدران د زیاتولو په اړه د اېران غبرګون

  • خپرول: ۲۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 112039

د ایران د وسلوالو ځواکونو لویه درستیزوالۍ یوه بیانیه کې د امریکا له خوا د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ کې د سپاه پاسداران زیاتول غندی.
دا درستیزالی د امریکا دا ګام “له ماتې سره مخ او بې باوره او بې ارزښته بولی”.
دې بیانیه کې دا هم ویل شوی چې ایران له دې وروسته په لوېدیځه اسیا کې د امریکا د مرکزی قومندانۍ اړوند ځواکونه یا سنټکام سره هم د ترهګرو په څېر چلن کوی او د ایران د سپاه پسدران د ملاتړ لپاره به “د سنټـکام ترهګرې ډلې پرضد مبارزه کې یو ډول هڅې هم درېغ نه کړی”.
د دوشنبې په ورځ( د اپرېل ۹) د امریکا ولسمشر یوه بیانیه کې وویل، چې د ایران سپاه پاسدران یې د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل:
“دا پرېکړه چی د بهرنیو چارو وزارت په سپارښت شوې، دا واقعیت په رسمیت پېژنی چې ایران یوازې د ترهګرو ملاتړی نه دی، بلکې سپاه پاسدران یې د بودیجې برابرولو کې فعاله ونډه لری او ترهګری د دولتی وسیلې په توګه کاروی”.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112039

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *