د امریکا سنا مجلس ددغه هېواد د ۷۰۰ میلیارد دالر بی ساری پوځی بودجې سره هوکړه وکړه

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 37222

د امریکا سنا مجلس د دوشنبه په ورځ ددغه هېواد د دفاعی بودجې په زیاتوالی سره هوکړه وکړه.
د امریکا سنا مجلس ډېریو غړو په ۲۰۱۸ کال کې ددغه هېواد پوځی بودجه ۷۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسوله.
دغه بودجه د اکتوبر د لومړی نېټې څخه د پلی کېدو وړ ده او د هغې ۶۰ میلیارد ډالر یوازې د امریکا د بهرنیو پوځیانو د عملیاتو په برخه کې به ولګول شی.
په همدې حال کې د امریکا پوځی بودجه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۵ سلنه او د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی مومی. د امریکا ولسی جرګې دپه تېر جولای میاشت کې د راتلونکې کال لپاره د امریکا پوځی بودجه ۶۹۶ ملیارد ډالر وټاکل او اوس مهال د سنا مجلس او استازی باید د ۲۰۱۸ کال ددفاعی بودجې وروستۍ شمېر جوړ کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37222

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *