د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر سره د ټرمپ لفظی شخړه

  • خپرول: ۱۷ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 92347

۳ تیر دقیقه

د امریکا جمهور رییس ،ددغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر سره په تازه لفظی شخړه کې نوموړې ته د «کم عقل» خطاب کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر اکونټ باندې لیکلی دی چې «ریکس ټیلرسن بشیړه او لازمه ذهنی وړتیا نه لری او د یوې ټوټې تیګې په څیر کم عقل او تنبل دی.

په ورته وخت کې ټرمپ د بهرنیو چارو د اوسنی وزیر ملاتړ کړی او ویلی یې دی چې «مایک پومپئو»،فوق العاده کار کوی او پر نوموړې ویاړی.

ویل کیږی چې ټیلرسون د ګوښه کېدو یو کال  وروسته،پر ډونالډ ټرمپ باندې سختې نیوکې کړې وی او نوموړې ته یې د«بې نظمه» او«کم عقل» خطاب کړی وو.

د نوموړې پر وینا ،ټرمپ د جمهور رییس لپاره چمتو شوی راپورونه نه وایی او باید هغه ته تل وریاده شی چې د قانون خلاف کړنې ترسره نه کړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=92347

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




69 − 64 =