د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د اېران تګلارې د بدلون په صورت کې واشنګټن حاضر دی له تهران سره خبرې وکړی

  • خپرول: ۱ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 71573

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په امریکا کې د مېشتو ایرانیانو په منځ کې وویل، په هغه صورت کې اېران په خپل چلند کې بدلون راولی، د ټرامپ دولت حاضر دی له دغه هېواد سره خبرې وکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره شپه د کالیفرنیا ایالت په سیمی ولی ښار کې د ریګان په کتابتون کې په امریکا کې د ځینو مېشتو ایراینانیانو په ډله کې خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اېران په وړاندې دخپلو سختو خبرو په دوام په کالیفرنیا ایالت کې په امریکا کې د مېشتو ایرانیانو په ډله کې وویل: راتلونکې کال به د اېران انقلاب څلوېښتمه کلیزه وی. څلوېښت کاله کېږی چې اېران له ترهګرۍ څخه ملاتړ کړی او کوی او خلک دخپلو باورونو له امله بندیان شوی دی. د اېران مشران په دې باور دی ترڅو که لازم وی انقلاب نورو هېوادونو ته صادر کړی. اېران د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې په دې برخه کې له خپلو ټولو سرچینو څخه ګټه پورته کړې ده. له اقتصادی اړخه د اېران مشران د ملت ګټې دخپلو ګټو قربانی کوی. د اېران پیسې د ترهګرو په برخه کې لګول کېږی. اوس مهال د اېران یو پردریېمه برخه د بېوزلۍ په حالت کې ژوند کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=71573

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 5 = 3