د امریکا دفاع وزیر: امریکا د افغانستان د نیولو نیت نه لری

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 43598

د امریکا دفاع وزیر وایی، افغانستان به د امپراتوریو هدیره وی، خو امریکا په افغانستان کې استعماری نیتونه او عزایم نه لری.
جېمز متیس د سې شنبې په ورځ د خپل هیواد د کانګریس د سنا جرګې غړیو ته په وینا کې د طالبانو د ارادو د ماتولو لپاره د متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ دفاع وکړه.
د سنا جرګې د وسله والو خدماتو په کمېټې کې د جمهوریپال ګوند غړی والټر جونز دفاع وزیر ته وویل چې افغانستان د امپراتوریو هدیره دی، ده په ځواب کې وویل، په دې کې به شک نه وی چې افغانستان د امپراتوریو هدیره دی خو امریکا د افغانستان د نیولو په نیت په دغه هیواد کې حضور نه لری.
جونز له متیس څخه وپوښتل چې ایا د سمندری ځواکونو د قول اردو د قوماندان جنرال چوک کولک له ارزونې سره موافق دی چې په یوه ایمیل کې یې لیکلی«ډېرو هڅې کړی خو هیڅوک د افغانستان پر لاندې کولو بریالی شوی نه دی. موږ به هم د هغو ملتونو په لیست کې راشو چې په دې کار کې پاتې راغلی دی.»
متیس په ځواب کې وویل«د کانګریس غړیه، که موږ د افغانستان د نیولو هلې ځلې کولای، نو له تاسو سره به مې سل په سلو کې منلې وای. څه چې موږ یې په لټه کې یوو هغه دا دی چې امریکایانو ته دا ډاډ ورکړو چې بیا به د سپټمبر یوولسمه نه پېښېږی.»
متیس په عین حال کې ومنله چې د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
متیس د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې افغان امنیتی ځواکونه تر پخوا زیات پیاوړی شوی او جګړه کاملاً د هغوی په لاس کې ده.
ده وویل چې اوس امریکایی پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ د هغو یوازې هوایی ملاتړ کوی.
د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومی قوماندان جان نیکلسن وویل چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د افغانستان په شمال کې هم د مخدرو موادو پر ضد له څلور ورځو راهیسې هوایی بریدونه پیل کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43598

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *