د امریکا بهرنیو چارو وزارت: پر خلیلزاد برید، د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید ګڼل کېږی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108992

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې د افغانستان ملی امنیت سلاکار ته په خطاب وویل: خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی او پر ده بریدونه، د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید ګنل کېږی.
په دې ویناپاڼه کې راغلی چې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال د مارچ په ۱۴مه، د افغانستان ملی امنیت سلاکار حمدالله محب احضار کړ ترڅو د سولې په اړه د امریکا تګلارې پرسر د نیوکو په تړاو دده نظرونه رد کړی.
ددې ویناپاڼې د لیکنې له مخې، ښاغلی هیل له افغانستان سره د امریکا پر مرستو او ملاتړ او دغه راز د سولې په بهیر کې د افغانستان دولت پربشپړ ګډون ټینګار کړی دی.
ده همداراز د افغانستان ملی امنیت سلاکار ته یادونه وکړه چې خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی او پر نوموړی برید د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید ګڼل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108992

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *