د امریکا او طالبانو خبرې

  • خپرول: ۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 73498

د طالب استازو او امریکایی دیپلوماټانو ترمنځ له وروستۍ ناستې ورورسته، دا اندېښنې رامنځته شوی چې په دې خبرو کې د افغان حکومت رول په بشپړ ډول له پامه وغورځول شی. په هغه صورت کې چې په دې خبرواترو کې د افغانستان حکومت رول کمزورتیا په ډاګه شی، د ولسمشر اشرف غنی لپاره به یوه ستره ماته وی.
د دویچه ولی راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې آلیس ویلز په مشرۍ یو پلاوی تېره اونۍ د قطر په دوحه کې د افغانستان له طالب استازو سره یولړ خبرې لرلې ترڅو ممکن د سولې خبرې پیل شی دا اوږدمهالې نښتې پای ته ورسېږی.
د افغانستان دولت په پرله پسې ډول طالبان د سولې په خبرواترو کې ګډون ته رابولی خو دغې ډلې ټینګار کړی چې یوازې له امریکا سره مستقیمو خبرو ته دننه کېږی، ځکه ددوی له نظره دا واشنګټن دی چې کولای شی پرېکړه وکړی، نه کابل.
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د خبرو مېزته د طالبانو د رابللو په موخه له هیڅ ډول هڅو سپما نده کړی. دی حتی د یو سیاسی ګوند په توګه د یادې ډلې د سمیت پېژندلو وړاندیز هم مطرح کړ او ددې موخې د پلی کېدو په موخه د افغانستان اساسی قانون د اصلاح لپاره خبرې کړې. خو طالبانو دده وړاندیز رد کړ. دغې ډلې یوازې د کوچنی اختر په مناسبت له درې ورځنی اوربند سره هوکړه وکړه او د کابل د غوښتنې سربېره د هغې غځونې ته حاضر نه شوه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73498

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *