د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108414

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تیرو ۱۶ ورځو راهیسی روانې خبرې پای ته رسیدلی دی.
نن ټکی اسیا ته د طالبانو د مذاکراتی ټیم یوه غړی تایید کړه چې د امریکایانو سره د خبرو پنځم پړاو تر ۱۶ وروسته پای ته ورسید. خو د توافق په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
بلخوا د نیویارک ټایمز خبریال مجیب مشال پر خپل ټویټر لیکلی چې تر ۱۶ ورځو وروسته د دواړو غاړو تر منځ نهایی توافق نه دی شوی خو لږ پرمختګ شوی او تمه ده چې د روانی میاشتې په وروستۍ برخه کې دواړه لوری یو ځل بیا سره کښینی.
د نوموړی په وینا امریکایی چارواکو ویلی چې د القاعده په شمول د نورو بهرنیو جنګالیو په اړه متن تیار شوی خو د ځواکونو د وتلو په اړه لا خبرې نهایی شوی نه دی، مزید بحث ته به اړتیا وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108414

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




88 − 82 =