د امریکا او جنوبی کوریا ولسمشرانو ټېلفونې خبرې

  • خپرول: ۳۰ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 59173

د اطلس خبری سرچینې راپور له مخې، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ او د جنوبی کوریا ولسمشر مون جایه این له واشنګټن سره د تاریخی ناستې د لغو کولو په موخه د شمالی کوریا د وروستیو ګواښونو په اړه سره ټېلفونی خبرې کړی دی.
د جنوبی کوریا ولسمشری ماڼۍ دفتر نن(یکشنبه غویی ۳۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې دونالډ ټرامپ او مون جایه این د شمالی کوریا د وروستیو اقداماتو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړی دی.
دواړو مشرانو هوکړه کړې ترڅو په سنګاپورکې د جون ۱۲ نېټې ناستې د بریا ترسره کېدو په موخه سره کار وکړی. دا به د امریکا او شمالی کوریا مشرانو ترمنځ لومړنۍ ناسته وی. په همدې حال کې ټاکل شوې د امریکا او جنوبی کوریا ولسمشران د روانې اونۍ سه شنبه په ورځ په واشنګټن کې سره لیدنه وکړی.
داپه داسې حال کې ده چې د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون خبرداری ورکړی وو که امریکا ددغه هېواد د اټمی وسلو د لمنځه وړلو پرسر ټینګار لری، هېواد یې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د جون ۱۲ نېټې لیدنه لغو کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59173

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *