د امریکا او انګلیس دفاع وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75528

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس دخپل انګلیسی سیال ګاوین ویلیامسون سره د افغانستان په اړه بحث او خبرې کړی دی. په دغه لیدنه کې ماتیس په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره دده د مرستو له امله مننه وکړه.
د امریکا دفاع وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلی چې ددغه هېواد دفاع وزیر جیمز ماتیس دخپل انګلیسی سیال سره د دواړو هېوادونو د ځانګړو اړیکو او د افغانستان حالاتو په اړه خبرې کړی دی.
په دغه ویناپاڼه کې راغلی چې ماتیس او ویلیامسون د دواړو هېوادنو پر اوږدمهالو اړیکو ټینګار کړی او د بېلابېلو مسایلو د هغې له ډلې څخه د دفاعی اړیکو پراختیا او د آسیا – اوقیاسیې په سیمه کې د ځواکونو مېشت کېدو پرسر د همغژی په اړه خبرې کړی دی.
ددغه راپور له مخې، د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د ناټو له ماموریت سره د انګلیس مرستو د دوه برابره کېدو په خاطر د انګلیس له دفاع وزیر څخه مننه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75528

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *