د امریکا استخباراتو یوتن چارواکی: داعش په افغانستان کې پر امریکا د برید توان لری

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 113390

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو ادارې یوه چارواکی ویلی چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه پر امریکا برید لیوالتیا او وس لری.
د امریکا د استخباراتو دې چارواکی د خپل نوم نه ښودو په شرط یو اس ای ټوډې ورځپاڼې ته ویلی، داعش ډله لکه د القاعدې په څېر پر امریکا متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ مې برید وکړ؛ پر لویدېدیځ د برید طرحه لری.
په ورته وخت کې د امریکا د سنا د پوځی کمټې یو غړی چې څو ورځې مخکې افغانستان ته راغلی وو، وایی داعش په افغانستان کې د کسانو جذب او جګړې لپاره له بېلابېلو اغېزناکو لار کار اخېستی.
خو د افغانستان حکومت ویلی، داعش ډله تر ډېره په افغانستان ځپل شوې او فعالیت یوازې د هېواد ختیځ کې ځېنو سیمو کې محدود دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113390

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *