د امریکایی ماډلې ادعا: د افغانستان د دفاع د پخوانی وزیر زوی جنسی تېری راباندې کړی

  • خپرول: ۳۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 128584


Fb-Button

تاند- یوه امریکایی ماډله سارا ګولډن ادعا لری چې د افغانستان د دفاع د پخوانی وزیر زوی پرې جنسی تېری کړی دی.

د ډیلی مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، سارا ګولډن ادعا کړې چې د حامد کرزی د حکومت په دوره کې د دفاع د پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردک زوی حامد وردک پرې جنسی تېری کړی دی.

دا امریکایی ماډله وایی چې حامد وردک په ۲۰۱۸ م کال د امریکا د خپلواکۍ په ورځ پر دې دوه ځلې تېری وکړ او دې یې په اړه د نیویارک د منهاټن په مرکزی محکمې کې شکایت ثبت کړ.

سارا ګولډن ادعا کوی چې په محکمې کې د شکایت له درجولو وروسته حامد وردک ورته وویل چې یوه بې نوم او نښانه ماډله یې او څوک دې په خبرو باور نه کوی.

سارا ګولډن زیاتوی، ۱۰ کاله پخوا کله چې په جورج ټاون پوهنتون کې محصله وه، له حامد وردک سره بلده شوه.

دې نیویارک پوسټ ورځپاڼې ته هم ویلی چې حامد وردک د پوهنتون په دوره کې زیات سوغاتونه ورته اخیستل او تل به یې له خپلو پیسو څخه د نفوذ لپاره کار اخیست او حتی یو ځل یې د دې د سپی د درملنې لپاره ۲۰ زره ډالر لګولی دی.

ساراګولدن وایی، هڅه یې کړې وه چې له حامد وردک سره انډیوالی ختمه کړی، خو هغه پرې جنسی تېری وکړ.

خو د حامد وردک مدافع وکیل الیکسیس فیلډ د سارا ګولډن ادعا ردوی او وایی چې اغلې ګولډن د دې لپاره چې مشهوره شی دا ډول ادعاوې کوی.

په امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو کې ډېر ځلې داسې شوی چې کله یوه نجلۍ پوی شی چې نارینه زیاتې پیسې لری، د جنسی تېری تور پرې لګوی څو له هغه څخه غرامت ترلاسه کړی.

حامد وردک په افغانستان کې امنیتی کمپنۍ لرله او ویل کېږی چې له دې لارې ملیونر شوی دی.

په وروستیو نژدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې یو شمېر کسان د فساد، غضب او نورو لارو ملیونران شول او ځینو یې د کابل بانک د څو مشرانو په شان په یوه شپه د دوبۍ او نورو هیوادونو په کازینوګانو کې ملیونونه ډالر بایللی او ځینو د جنسی غریزو تر اغېز لاندې بدلمنو ته د ملیونونو ډالرو کورونه ډالۍ کړی دی.