د القاعدې مشر مسلمانان یې د امریکا په وړاندې جهاد ته راوبلل

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 83196

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د القاعدې مشر ایمن الظواهری د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یولسمې نېټې کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې، خپل غړی د امریکا په وړاندې جهاد ته راوبلل.
دی اعلان وکړ چې امریکا د مسلمانانو لومړۍ درجه دښمن دی او باید په وړاندې یې جهاد وشی.
الظواهری له خپلو غړو څخه وغوښتل ترڅو د امریکا په وړاندې جهاد او پیاوړی بریدونه ترسره کړی. دی زیاته کړه: باید پر امریکا باندې داسې فشار راوړل شی ترڅو له اقتصادی او پوځی اړخه لمنځه یوړل شی او زموږ سیمې خوشی کړی، لکه څرنګه چې په ویتنام، عدن، عراق او سومالیا کې ایستلو ته اړ شو.
د اریایانیوز د لیکنې له مخې، د القاعدې مشر وویل: داسې یو اسلامی هېواد شتون نه لری چې امریکا پرې تېری نه وی کړی او په سیاسی چارو کې یې لاسوهنه نه وی کړی. امریکا د عربی انقلابونو د لمنځه وړلو په برخه کې مرسته کړې او د انقلابی خوځښتونو په وړاندې حرکت کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83196

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *