د الجزایرو پارلمان د بوتفلیقه ځای ناستې د ټاکلو په موخه د سه شنبه په ورځ غونډه جوړوی

  • خپرول: ۱۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 111867

له څوکۍ څخه د الجزایرو ولسمشر له استعفا وروسته، ځینو کره سرچینو دده د موقت ځای ناستې په موخه ددې هېواد پارلمانی غونډې له جوړېدو خبر ورکړ.
د الجزایرو پارلمان د اړیکو مدیر اعلان کړی چې دا پارلمان د روانې اونۍ سه شنبه په ورځ د ولسمشرۍ برخلیک د څېړنې او ددې هېواد مستعفی ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د موقت ځای ناستې په توګه د جرګی اوسنی مشر عبدالقادر بن صالح د ټاکل کېدو په اړه د ۹۰ ورځو لپاره غونډه جوړوی.
ده زیاته کړه چې د سه شنبه ورځې له غونډې نه مخکې د پارلمان د کورنیو مصوباتو د چمتو کولو کمېټه نن یکشنبه غونډه جوړوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111867

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *