د افغنستان کرکټ ملی لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 84337

د آسیا ۲۰۱۸ کرکټ جام سیالیو په لومړی پړاو کې، افغانستان د ۹۱ منډې په توپیر سره سریلانکا ته ماتې ورکړه. د نړۍ په تاریخ کې د سریلانکا په وړاندې دا د افغانستان لومړنۍ بریا ګڼل کېږی.
افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه. سریلانکا ونتوانېده چې دغه هدف پوره کړی، ټوله لوبډله یې په ۴۲ اوور کې د ۱۵۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغانستان د پیل لوبغاړو ښه لوبه وکړه. رحمت شاه زرمتی، په ۹۰ توپونو ۷۲ منډې وکړې. د ده تر څنګ احسان الله جنت ۴۵، حشمت الله شهیدی ۳۷ او محمد شهزاد ۳۴ منډې وکړې.
یو مهال افغان لوبډلې په ۴۰ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۳ منډې لرلې خو په وروستیو ۱۰ اورونو کې یې په ۶۶ منډو نورې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.
بله خوا د سریلانکا لپاره تېسارا پرېرار پنځه وېکټې واخیستې.
د سریلانکا د توپ وهنې پیل ښه نه و، د پیل وېکټه یې د لومړنی اوور په دوهم توپ له لاسه ورکړه. د دوی هېڅ لوبغاړی ونشوای کړی چې پنځوسیزه بشپړه کړی. د سریلانکا لپاره اوپل ترنګه ۳۶، تیسارا پرېرا ۲۸ او ډی سېلوا ۲۳ منډې وکړې.
افغان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه. مجیب ځدراڼ، راشد خان، محمد نبی، او ګلبدین نایب هر یوه دوې دوې وېکټې واخیستې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84337

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *