د افغان کډوالو لپاره د پاکستان نوی بندېزونه

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114015

د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې، د پېښاور سترې محکمې په پام کې لری ترڅو دې سیمې ته د افغان کډوالو او هغو کسانو د ننه کېدو بهیر چې د کارټ د ترلاسه کولو پرته په دې سیمه کې په سوداګرۍ بوخت دی، محدود کړی.
هغه غوښتنه چې د پېښاور په ستره محکمه کې ثبت شوې اعلان شوی چې له ۱۹۷۹ کال راپدېخواه د افغان کډوالو له دننه کېدو وروسته، د ترهګریزو کارونو شمېر ډېروالی موندلی او دا موضوع د اوسېدونکو پر ژوند حالاتو او حقونو اغېزه کړې او ددې هېواد دولت هم په دې برخه کې کوم ګام نه دی ترسره کړی.
دغه راز په دې غوښتنه کې راغلی چې د پاکستان دولت د غیرقانونی کډوالو او ددوی سوداګریزو کارونو د موضوع په اړه د قانون پلی کولو ته حاضر نه دی او دغو کډوالو دخپل ځان لپاره د پاکستان غیرقانونی هویت کارټونه هم صادر کړی نو له همدې امله د پاکستان اوسېدونکو د ازادی ساتلو لپاره اړتیا ده ترڅو غیرقانونی افغان کډوال له دې هېواده بهر شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114015

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *