د افغانی پیسو پر وړاندې د ډالرو بیې ډېروالی

  • خپرول: ۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 117189

د کابل اسعارو بازار کې د یوه ډالر بیه اتیا افغانیو ته رسېدلې. د یوه ډالر بدل کې د اتیا افغانیو بیه تېرو ۱۵ کلونو کې بې سارې بلله کېږی. تېرو څو اونیو موده کې د یوه ډالر بیه د ۷۶ او ۷۹ افغانیو تر منځ وه، خو په کابل کې د بهرنیو اسعارو مرکزی بازار شهزاده سرای له اعلان سره سم اوس د یوه ډالر بیه اتیا اعشاریه شل افغانیو ته رسېدلې ده.
تېر کال په همدې بازار کې یو ځل د یوه ډالره بیه ۷۸ افغانیو ته ورسېده، خو وروسته بېرته کمه شوه، خو له تېرې څه مودې راهیسې افغانۍ پرلپسې د ډالر مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړ.
د ډالرو بیې له لوړېدو سره د افغانستان بازارونو کې د بېلا بېلو موادو بیو لوړېدو رپوټونه هم ورکړل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117189

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *